تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸مه: د هلمند د کرنې ریاست په دغه ولایت کې د موسی کلا بند او زمینداور د کانالونو د تخنیکي سروې د پیل خبر ورکړی دی.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، د موسی کلابند به تر ۶۰ مترو لوړوالی او ۱۸۰۰ متره سور به ولري چې په رغولو سره به یې د موسی کلا او نوزاد ولسوالیو۱۶زره هکتاره ځمکه خړوب شي.

د الکو په خبره د زمینداور په دوه کانالونو کې به هم چې د پمپونو په مرسته اوبه وخېژول شي او د کرنیزو ځمکو د خړوب لپاره به چمتو شي.

د الکو په خبره یو بل کانال به هم په همدې سیمه کېد کجکي د پارچاوۍ له اوبو څخه سرچینه واخلي چې د سیمې د ۳۶۰ کانالونو د اوبو زېرمې به هم ورسره تاندې شي.

هلمند یو کرنیز ولایت دی چې د زراعتي کارپوهانو په وینا، که د کرنې وزارت ورته پام وکړي او د اوبو کانالونه پکې جوړ کړي، نو دا ولایت به د مېلیونونه افغانانو لپاره د خوراکي توکو چمتو کولو وړتیا لري او افغانستان به په ګڼو برخو کې پر ځان بسیا شي.

One thought on “د هلمند د موسی کلا بند او زمینداور د کانالونو جوړولو سروې پيل شوه”
  1. د زراعت، آبیاری او مالداری توسع په مملکت کی یوه اساسی لار د افغانستان د خودکفایی اوواقعی اقتصادی استقلال ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *