تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸مه: د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې هیواد کې د دریو نویو مړینو په پېښېدو سره د کورونا له کبله د مړو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد.

وحید الله مایار نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا یو ناروغ جوړ شوی، خو دوه تنه په بلخ او یو په کابل کې مړ شوی دی چې په دې سره د روغو شویو کسانو شمېر ۱۸ او د مړینو شمېر ۱۱ ته ورسېد.

نوموړی وايي، تازه مړو شویو کسانو ایران یا د کورونا ککړو نورو هیوادونو ته سفر نه و کړی: (( په بلخ کې د مړو شویوکسانو له جملې یې یو ۸۶ او بل ۷۰ کاله عمر درلود.))

بلخوا په بدخشان ولایت کې له ایرانه راګرځېدلي کس چې د کورونا شکمن ناروغ ګڼل کېده، په روغتون کې د قرنطین پر مهال ځانوژنه کړې ده.

د بدخشان د روغتیا رئیس نور خاوري وايي، د دغه ناروغ رواني حالت هم ناسم و او ځانوژنه یې کړې ده.
له بلې خوا د ناروغ پلار ویلي، زوی یې معتاد هم او رواني ناروغۍ نه هم کړېده چې د بدخشان ولایتي روغتون کې یې د ډاکټرانو د بې غورۍ له کبله ځان وژلی دی.

د یادونې ده چې افغانستان کې د کورونا ناروغان د دېرشونویو پېښو په ثبت سره ۳۶۷ ته رسېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *