سهیل شاهین

تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸ مه: د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین امریکایان او افغان حکومت تورن کړي دي چې د سولې د توافقنامې له ژمنو یې پرلپسې سرغړونې کړې دي.

نوموړي د جرمني دویچه وله راډیو سره په مرکه کې ویلي چې د توافقنامې په ضمایمو کې په واضحو ټکو لیکل شوي چې امریکايي لوری د مشخص جنګ په ساحه او وخت کې له افغان ځواکونو څخه دفاع کولی شي، له هغه نه علاوه امریکایان او د افغان حکومت په نورو ځایونو کې نه په طالبانو برید کولی شي او نه چاپې وهلی شي.

خو ښاغلی شاهین وايي چې اوس له یادې ژمنې څخه پرلپسې سرغړونې کیږي او په وینا یې د دوی په هغو سیمو هم بریدونه کیږي چې د جګړې له ساحې بهر وي او هغه کسان یې هم په نښه کیږي چې په جګړه کې برخه وال نه وي: ((زموږ د جنګیالو په استوګنځایونو بریدونه او بمباري شوې ده، په هغو کسانو هم بریدونه او چاپې وهل شوي چې په مفتوحه ساحو کې په لارو روان وي، د پهرې په حال کې وي او یا د لمانځه په حال کې وي.))

شاهین په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې دغه سرغړونې د دوی او امریکا ترمنځ شوې توافقنامې ته زیان رسوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د جګړې په شدت کې کمښت نه دی راغلی، نوموړي وویل چې دوی له ډیرو هغو بریدونو څخه لاس نیولی چې پخوا یې کول، په داسې حال کې چې هیڅ داسې تعهد شتون نه لري چې له مخې یې دا ډول بریدونه ترسره نه شي: ((څرنګه چې په دایمي اوربند باندې توافق نه دی شوی، موږ کولی شو چې پر افغان حکومت باندې بریدونه وکړو، خو موږ بیا هم لاس نیولی او په لویو ښارونو او لویو نظامي مراکزو مو حملې نه دي کړي، خو زموږ ترمنځ داسې تعهد نشته چې موږ باید دا کار ونکړو.))

ښاغلي شاهین وویل چې باید ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي ترڅو د دایمي اوربند لپاره تعهد رامینځته شي، خو په وینا یې د بندیانو نه خلاصولو د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې خنډ جوړ کړی.

ښاغلی شاهین ټینګار کوي چې بین الافغاني مذاکرات تر هغه نه پیلیږي چې له امریکا سره د توافقنامې پر اساس یې پنځه زره بندیان خوشې شوي نه وي.

2 thoughts on “شاهین: افغاني مذاکرات تر هغو نشته چې ۵ زره بندیان مو خوشې نشي”
  1. ای بی ناموسه پاکستانی دلاله، اوس خلک تاسی حرمونی سم پیژني. نور خلک غلولی نشئ. تاسو د پاکستان په خوله عادی او بی گناه افغانان وژنی او توقع لرئ چی له تاسو سره غرض هم ونشي. په پلار او مور مو لعنت چی تاسو غوندی بی نسبه اولاد یی پیدا کری. تاسو د لعین شیطان نمایندگان استئ، د خدای او رسول له خوا نه په تاسو لعنت شوی چی داسی عامل تر سره کوی. پناه دی وی له تاسو نه د الله عزوجل دربار ته

  2. هو ، د افغانستان ویښ ملت اود منتخب دولت رهبری په دی ښه پوهیږی لکه څنګه چه د خبریال ویب پاڼی هم خبری ویدیو ګانی خپری کړی ، چه کله د افغانستان حکومت بندیان آزاد کړی تاسو یی د جګړی لیکو ته استوی تر څو د امارت د نظام د راوستلو د پاره یی د جنګ د مواد سوخت په شکل وکاروی
    . نو اول باید مکمل اوربند وکړی ، بیا د پاکستان دولت د طالبانود عدم حمایت تضمین ورکړی ، او د خپلی خاوری نه د طالبانوشوراګانی ، پټنځایونه ، د تریننګ مراکز وتړی او وباسی او د هغی نه وروسته د صلحی دمذاکراتو بهیر شروع شی ، او دصلحی په مذاکراتو کی د بندیانو په آزادولو خبری وشی ، دومره غټه مامله سودا هغه هم په بی اعتمادی کی تاسو چیرته لیدلی ؟ ،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *