خبرپاڼه
د برېښنا وزارت پلاوی: “د کندهار د برېښنا ستونزه ډېره جدي ده، په لنډ وخت کي به يې حل کړو
نيټه ١٣٩٢،٩،١١
کندهار افغانستان- له کابل څخه د برېښنا وزارت يو لوړ رتبه پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال په کندهار کي د برېښنا ستونزه ډېره جدي وبلله او ژمنه يې وکړه چي د حل په موخه به يې ژر تر ژره په عملي ډول لاس په کار سي.
ياد پلاوی چي مشري يې د ملي پاليسۍ مشاور انجنير حبيب الرحمان رحمت په غاړه لرله نن کندهار ته د برېښنا د اوسني حالت د جاج اخيستلو او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره سفر وکړ.
ښاغلي رحمت له کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا سره د ليدني پر مهال وويل، دوی د برېښنا د نوي وزير له ځانګړي هدايت سره سم کندهار ته د برېښنا د ستونزي د حل په موخه سفر کوي، نوموړی زياتوي چي د برېښنا نوی وزير عارف خان نورزی د کندهار د برېښنا د سمون په اړه ډېر جدي دی او د سمون په اړه به يې هلي ځلي ډېري چټکي کړي.
کندهار والي نوموړي پلاوي ته د خبرو پر مهال د کندهار د برېښنا د ستونزي په اړه د تشريحاتو ورکولو په توګه وويل، د کندهار د برېښنا د سمون په اړه ډېرې هلي ځلي سوي خو تر اوسه يې څنګه چي ښايي مثبته پايله نه ده ليدل سوې.
کندهار والي په پوره باور او ډاډ سره وويل، که چيري د کندهار برېښنا په سم ډول ورغول سي، د د نا امنيو او خلکو ته د کار کولو لپاره به ډېره ښه زمينه برابره سي، او زياتوي چي اوسمهال په ښار کي د برېښنا د نه شتون له امله د بې روزګاره کسانو شمېر زيات سوی او ورسره جوخت د برېښنا نه شتون د نا امنيو د کچي په لوړولو کي هم عمده رول لوبولی دی.
کندهار والي وويل، اوسمهال په کندهار کي ١٥٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا ده خو کندهار اوسمهال يوازي څلوېښت مېګاواوټه برېښنا لري چي ١٠ مېګاواټه د ښوراندام له ډيزلي جنراټورونو څخه، ١٠ مېګاواټه د باغ پل له ډيزلي جنراټورونو څخه، ٨ مېګاواټه له برېښناکوټ څخه او ١٢ مېګاواټه د کجکي د اوبو له بند څخه کندهار ته ورکول کېږي.
کندهار والي نيوکه وکړه چي تر دې دمه د بهرنيانو له خوا د برېښنا په برخه کي زياتي پيسې په ډېزلي جنراتورونو مصرف سوي دي چي د لنډ مهال لپاره ښاريانو ته برېښنا برابره سوې ده خو اساسي حل ته يې توجه نه ده سوې.
نوموړي د اوسنۍ برېښنا د تحولېدونکو بلونو له لاري د ترلاسه کېدونکو پيسو په اړه هم يادونه وکړه چي اوسمهال په کندهار کي له اوسنۍ برېښنا څخه له ٥٠ څخه تر ٦٠ ميليونه افغانيو پوري دولت ته تحولېږي خو بېرته د کندهار برېښنا شرکت له خوا کندهار ته يوازي ٧ ميليونه افغانۍ ورکول کېږي.
کندهار والي وړانديز وکړ که چيري دولت ته د تحولېدونکو پيسو څخه يو څه زياته برخه بېرته کندهار ته ورکول سي د برېښنا د حالت د سمون په برخه کي به مثبت بدلون راولي.
له کابل څخه د برېښنا په اړه د راغلي پلاوي مشر وويل، دوی به په کندهار کي د برېښنا له زېرمو څخه ليدنه وکړي او د برېښنا ستونزه به په لنډ مهال کي حل کړل سي.
نوموړي وويل، که څه هم له ترکمنستان څخه د کابل له لاري د ١٠٠٠ مېګاواټه برېښنا پروژه هم پيل سوې ده چي د کندهار تر څنګ به ځينو نورو ولايتونو ته هم ورکړل سي خو نوموړي وويل، بايد هڅه وسي چي د برېښنا ستونزه په کور دننه حل سي.