خوست-افغانتسان
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:١١-٩-١٣٩٢
خوست ولايتي اداره:
دخوست ولايت دټولو ادارو رئيسانو ،امرينو او دنړيوالو مرسته کوونکو بنسټونو غړو دمياشتنۍ پرمختيايي غونډې پرمهال چې دخوست والي عبدالجبارنعيمي په مشرۍ سره جوړه شوې وه ،ديوې ګډې پريکړې پربنسټ له ځينو وزارتونو وغوښتل چې دبيارغونې دپروژو قراردادونه دې مافيايي کړيو ته نه ورکوي ځکه دغه کار دبيارغونې څرنګوالي ته جدي ګواښ پېښ کړى او ددولت پرستيژ ته يې زيان رسولى دى.
دخوست دپرمختيايي کمېټې ټولو برخوالو وويل چې مرکزي وزارتونه او ادارې بايد دوزيرانو دشورا دمصوبي او د٤٥ګڼه فرمان داحکامو مطابق دپروژو دقراردادونه په مرکز کې عقد نه کړې بلکې دغه صلاحيت بايد دچارو دسمون اودبيارغونې دښه څرنګوالي په خآطر ولايتونو ته تفويض کړي ،دپرمختيايي کمېټې سکتوري رئيسانو زياتوله چې اوس هم په مرکز کې ځينې وزارتونه دمعاملو له مخې ددغه ولايت دپروژو قراردادونه دټولو اصولو خلاف هغه کسانو
ته ورکوي چې يا له مافيايي کړيو سره لاس لري اويا ديوې اوبلې لارې په وزارتونو باندې فشار واردوي ،چې دغه کار دبيارغونې او پرمختيايي چارو بهيرته سخت زيان رسولى دى.
دخوست دملکي نړيوال هوايي ډګر امر جنت ګل منګل وويل چې دياد ميدان ددوهم پړاو قرارداد چې ١٥نيمه ميليونه ډالره کيږي دټولو اصولو خلاف دشخصي ګټو پلويانو او کړيو ته ورکړل شوى ،چې پلان ،نقشه ،دقرارداد کاپي او نور
مشخصات يې نه ولايت مقام او نه دهوايي ميدان امريت ته سپارلي دي بلکې هرڅه يې په خپل سر روان کړي دي .
خوست والي عبدالجبآرنعيمي دوزارتونو په دغه کار باندې نيوکه وکړه اوپه دې تړاو يې وويل که چيرې وزارتونه او مرکزي ادارې په خپل سر دخوست ولايت دبيارغونې دپروژو قراردادونه په کابل کې ترسره کوي او هغه کسانو ته
دپروژو قراردادونه ورکوي چې له يوې خوا يې په څو لاسونو پلوري او دبلې خوا ددولت دتګ لارو پرضد کړنې ترسره کوي ،ددا ډول پروژو دڅارنې په برخه کې بيا ولايتي اداره دڅارنې مسووليت په غاړه نه اخلي. بلکې وزارتونه يې
دې په نيغه توګه څارنه وکړي.
خوست والي له سکتوري وزارتونو وغوښتل چې دخوست اساسي غوښتنوته ځانګړى پام وکړي ترڅو په دغه سرحدي ولايت کې دخلکو ستونزو ته په خپل وخت رسيدګي ترسره شي او رامنځته شوى ډاډمن امنيت ،پرمختګ او ولس ته دخدمت بهير په ښه توګه روان وساتل شي.
واکمن