تاند، سه شنبه، د حمل ۱۹ مه: په کابل کې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځینو تولیدي کارخونو په ټیټه بیه د ماسکونو او د کورونا ضد جامو جوړونه پیل کړې ده.
د یوې تولیدي کارخونې مشر ګل محمد قریشي وایي؛ د طبي توکو لوړې بیې اړ کړل، چې په ټیټه بیه وسایل تولید او د خلکو په واک کې ورکړي.
نوموړی ټینګار کوي، چې د طبي تولیداتو له پراختیا سره به یې توکي ولایتونو ته هم ولیږدول شي، چې خلک د کورونا ویروس له خطره پرې ځانونه خوندي کړي.
بلخوا په کابل کې یو شمېر د جامو ګنډلو کارخونو د جامو ګنډلو بهیر درولی او هڅه کوي، چې ماسکونه جوړ او خلک ورته پر ټیټه بیه لاسرسی پیدا کړي.
دوی وایی، یو ماسک په بازار کې پر څلویښت افغانیو هم پلورل شوی؛ خو دوی یې له پېنځلس افغانیو څخه هم په ټیټه بیه پلوري.
د لورا تولیدي کارخونې مسووله ثمینه حفیظي وایي: کورونا ویروس افغانستان ته راورسید او خلک هم ترې ډېراندېښمن شوي دي خو د دوی کارخونه هڅه کوي چې هېوادني ماسکونه جوړ او خلکو ته یې پر ټيته بیه وړاندې کړي: ((زمونږ د ماسکونو بیه، چې مخکې لس افغانۍ وه؛ خو د اومه توکو د بیو له لوړیدو سره یې اوس پر ۱۳ افغانیو پلورو، یوه افغانۍ هم نه پکې ګټو.))
که څه هم په پلازمېنه کابل او ځینو ولایتونو کې ګرځبندیز لګیدلی؛ خو عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې له کرونا سره په مبارزه کې خپل مسوولیت پر ځای او قرنطین رعایت کړي. پرته له دې به دا ویروس د افغانستان خلکو ته لوی سرخوږی شي.