تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۰مه: د سمنگان په دره صوف ولسوالۍ کې د طالبانو او ځايي خلکو تر منځ د عشر ټولنې په رابطه راپورته شوي جنجال کې تر اوسه دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکي وايي، له یکشنبې راهیسې طالبانو سره د دره صوف بالا ولسوالۍ د پسقول او چهارمغزک د کلیو اوسېدونکو نښتې روانې دي چې تر دې دمه په کې د یو طالب نظامي مسوول مولوي ظریف په ګډون ۱۵ طالبان او دوه عام خلک وژل شوي دي.
د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي تاند ته وویل، جګړه د طالبانو او کلیوالو تر منځ د عشر نه ورکولو له امله راپورته شوې ده او اوس طالبان هره شپه پر دغه سیمه بریدونه کوي: (( طالبان غواړي چې په نښته کې د وژل شوي نظامي مسوول مولوي ظریف غچ واخلي.
بلخوا د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي، په دې نښته کې ۱۵ طالبان وژل شوي، ۲۲ ژوبل دي او ۲ ملکیان وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
نوموړي نه دي ویلي چې دولتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي که نه خو ځايي خلک هم ادعا کوي چې طالبان له څو پرله پسې ورځو راهیسې د خپلو جنګیالیو د غچ اخیستنې لپاره پر دغو دوه کلیو بریدونه کوي.