تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۰مه: د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې یې د کورونا وایروس د تشخیص لابراتوار د سه شنبې له شپې راهیسې د امکاناتو او وسایلو د نشتوالي له امله تړلی دی.

د هرات د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا وايي، تر ټولو زیات کمبودورسره د (VTM) او(RNA Extractor) موادو دی چې نه یوازې د هرات بلکې د ټول هېواد لابراتوارونه یې له کمبود سره مخ دي.
نوموړی وايي، دا وسایل یوازې د نړیوال روغتیايي سازمان لخوا برابرېږي او په ټوله نړۍ کې کم شوي دي چې له جملې څخه یې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د دغو دوه وسایلو له کمبود سره لاس و ګرېوان دی.

نوموړی وايي، د افغانستان د روغتیا وزارت ته یې د لابراتوار د کمبودي توکو او وسایلو لیست استولی دی چې یوه محموله به یې د چهارشنبې په مازیګر او یوه لویه محموله به یې راتلونکو پنځو ورځو کې هرات ته ورسېږي: (( دا مواد به د روغتیا سازمان لخوا د یوناما په مرسته موږ ته راورسول شي، ځکه موږ سره یې وعده کړې ده او په دې سره به د مشکوکو ناروغانو د سمپلونو اخیستل زیات کړو.))

هرات داسې حال کې د کورونا د تشخیصیه موادو له لابراتواري کمبود سره لاس و ګرېوان دی چې دغه ولایت تر ټولو زیاتې د کورونا پېښې لري.

تر دا مهاله افغانستان کې د کورونا ناروغانو شمېر ۴۲۳ ښودل شوی او ترې د وژل شویو شمېر ۱۴ خو روغ شوي کسان ۲۰ تنه بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *