په یوه کورنۍ کې سړی په ښځه باندې لاس پورته کوي

پوهندوی آصف بهاند

(له ماشومانو، کوچنیانو او ښځو سره تاوتریخوالي)

تاو تریخوالی لکه تندر له بل ځای څخه نه را پریوزي، بلکې همدا ټولنه ده او همدا مشران دی چې له کوچنیانو او ماشومانو سره یې په پوهیدنه یا نه پوهیدنه کې، په رنگارنگ بڼو سره کوي.

د کورونا د ستونزې په لړ کې او تر کورونا وروسته د ګڼو ستونزو نوملړ به ډېر اوږد وي چې ورانوکي پایلې به یې د اوسني ژوند بیلابیل اړخونه زیانمن کړي او تر کورونا وروسته راروانې هر اړخیزې ستونزې به کلونه وخت د خلکو ژوند له هره اړخه زیانمن کړي.

همدا اوس په خبرونو او رپوټونو کې ویل کېـږي چې په ګرده نړۍ کې د قرنطین له وضعه کېدو سره سم د کورني تاوتریخوالی کچه لوړه شوې ده په تېره د ښځو، ماشومانو او کوچنیانو پر ضد. دا ستونزه  یوازې په وروسته پاتې ټولنو کې نه ده رامنځته شوې، بلکې په پرمختللو هېوادونو کې هم د ګڼو تاوتریخوالو رپوټونه ورکړل شوي دي. چین چې د کورونا لومړنی کوربه هېواد و، د قرنطین په دوران کې دومره کورنی تاتریخوالی په کې رامنځته شوی دی چې، تر پخوا څو چنده زیاتې شمېرې ښيي. په ځینو هېوادونو کې یې د دوه لا درې برابره کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

پرته له شکه چې قرنطین د کورونا ویروس په مخنیوي کې ډېر موثر دی، خو د ټولو خلکو په کور پاتې کېدل په کورنیو کې دننه نورې ستونزې هم زېږوي چې هره ټولنه د خپلو جلا امکاناتو او کلتوري چار چلن په چوکاټ کې له یو شمېر نوو ستونزو سره مخ کېـږي چې تر ټولو عامه ستونزه د کورنۍ د غړو تر منځ د تاوتریخوالي د رامنځته کېدو مسأله ده، په تېره په افغانستان غوندې ټولنه چې یوه نرواکي ټولنه ده، او په داسې حالاتو کې د ښځو، ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی لوړې کچې ته رسېـږي. 

د قرنطین په شرایطو کې باید ټول په یوه کور حتی په یوه کوټه کې د اوږدې موې له پاره سره راټول وي، په دې منځ کې د کورنۍ د ټولو غړو تر منځ د: 

ــ وکوه! 

ــ مه کوه! 

ــ تا وکړل،

ــ ما وکړل،

او…

خبرې او امر و نهیه سره تبادله کېـږي، خبره کشکړپ ته رسېـږي او پایله یې وهل ټکول وي چې ډيره سلنه متضررین یې ښځې، ماشومان او کوچنیان دي.

سره له دې چې د ملګرو ملتونو عموي منشي انتونیو گوترش د کوید ۱۹ په پار د وضع شوي فرنطین په لړ کې له ښځو سر د تاوتریخوالي په پار خپل غـږ جګ کړی دی او ټولې نړۍ ته یې خبر داری ورکړی دی چې د قرنطین په اوږدو کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی ډېر شوی دی؛ خو بیا هم د نړۍ په پرمختللو او وروسته پاتې ټولنو او هېوادونو کې له ښځو، ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي سلنه ډېره لوړه شوې ده؛ په تېره په وروسته پاتې هېوادونو کې لکه زموږ هېواد افغانستان. 

په پرمختللو ټولنو کې خو شته دي داسې قوانین او امکانات چې له هغو نه په استفادې سره متضررین کولای شي پولیسو ته شکایت وکړي؛ خو زموږ په هېواد کې نه یوازې قوانین نه شته، بلکې کور دننه او د حکومت یا دولت په ادرس یې هم د غږ د اورېدو څوک نه  شته متضررین یې په پټه خوله زغمي، هر څه پټ پاتې کېـږي او دا حالت د ښځو او ماشومانو پر فزیکي او راوني حالت باندې، لنډ مهالی او اوږود مهالی بد اغېـز پرېباسي.

هغه هېوادونه چې  په دې برخه کې قوانین او امکانات لري، هغوی هم خپل غږ ایستلای شي، هم شکایت کولای شي او هم یې پولیس او مسؤلین داد ته رسیدگي کولای شي؛ خو بیا هم لیدل کېـږي  چې د قرنطبن په دوران کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی. رپوټونه وايي چې په اسپانیا کې یوه نارینه خپله ښځه د خپلو ماشومانو په مخ کې ووژله. 

ښايي زموږ په هېواد کې هم همدا حالت روان وي، خو د قانون د نشتوالي په وجه او پر ټولنه باندې د دودودیزو قوانینو د حاکمیت له کبله ډېری متضررین حال نه وايي او د تاوتریخوالي ترسره شوي ډولونه پټ پاتې کېـږي. د دې خبرې یادول هم اړین دي چې په دې لړ کې له نارینوو سره هم تاوتریخوالی کېـږي، خو د ښځو د شمیر په پرتله ډېر لږ دی.

د سترگو لیدلي حالونه وايي چې د قرنطین په دوران کې د کورنیو د ژوند عمومي او ورځني پروګرامونه ګډوډ شوي دي، یو بل ته درناوی او مینه لږه شوې ده او په ډېری کورنیو کې د تاوتریخوالی حالت برلاسی شوی دی. 

دا چې وروسته تر کورونا به نړۍ څه ډول وي؟ او د ژوند په بېلابیلو برخو کې به څومره بدلونونه راځي، په تېره په اقتصادي برخه کې، دا به پرېـږدو راتلونګې ته. 

د قرنطین په دوران کې زموږ په هېواد افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي یو دلیل هغه اقتصادي ستونزې دي چې همدا اوس ډېری کورنۍ ورسره لاس گرېوان دي. زموږ په هېواد کې داسې کورنۍ شته چې حتی د ورځني خوراک له پاره هم څه نه لري چې په دې ډول ولږه د کورنا د یو مرستندي په ډول د خلکو د ژوند له پاره بل تهدید شمېرل کېـږي. په دې لړ کې خینو خلکو ته د ځانوژنې فکر هم په سر کې پیدا شوی دی.

زموږ درانه او پوه قلموال «ف، هیرمند» په همدې څو تېرو ورځو کې د «جهان بعد از کرونا جهان متفاوتی خواهد بود…؟؟» ترسرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه. په هغې مقالې کې پر دې بحث شوی دی چې تر کورونا وروسته نړۍ به بیخي بدله نړۍ وي. د هغې مقالې په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«… تا هنوز پایان این تراژیدی سرتاسریی انسانی معلوم نیست، اما زنگ خطر عظیمی که به صدا در آمده است، به اضافۀ مرگ و میر وسیع آدم ها، بحران عمیق اقتصادی بعد از بحران کووید 19 خواهد بود. به همین سبب دانشمندان و سوسیولوگ ها، امروز مصروف و سرگرم پژوهش در این زمینه اند که آن سوی تنگنای مرگبار کووید 19 چه دنیای در انتظار ما نشسته است، موضوعی که این تحقیق درحد توان به آن پرداخته است.»

تر کورونا وروسته نړۍ په هر اړخیز ډول بدلېدونکې ده، ګڼې ستونزې به د ټولنیز ژوند په ډېرو برخو کې رامنځته شي، چې موږ باید سر له همدې شېبې ځانونه ورته چمتو کړو، څو ځانونه داسې برابر کړو چې له راروانو ستونزو سره د مقابلې توان ولرو، خو د اوس له پاره پر دې باید فکر وشي چې د کورونايي قرنطین په ترڅ کې څنگه کېدای شي چې په کورنیو کې له ماشومانو، کوچنیانو او ښځو سره د روان تاوتریخوالي مخه ونیسو؟ 

ــ د اوس له پاره د دې ستر او نړيوال اقتصادي او روغتيايي ناورين په وخت کې رسنی باید د کرونا عامه پوهاوی وړیا کړي او دتاوتریخوالي پر ضد ځانگړي پروگرامونه وړاندې کړي، 

ــ د دې ستونزې د نسبي له منځه وړلو یا راکمولو له پاره تر هر چا او هر څه نه مخکې باید  کور دننه او د باندې له وطن څخه زموږ میډیا په پراخه ټوگه په خپله خوښه د انساندوستۍ او وطندوستۍ له مخې داسې خپرونې او تبلیغات وکړي چې له یوې خوا خلک د ښو خپرونو په لیدلو مصروف کړای شي او له بلې خوا د انساني او مدني قوانینو په توضیح او تشریح سره دا وښودل شي چې د تاوتریخوالي پایلې تل منفي وي او که رسنۍ دا انساني کار وړیا نه کوي، حکومت باید له خپل واک او صلاحیت نه په کار اخیستو سره د هغوی د کار جواز لغو کړي، 

ــ مسؤلین او متخصصین باید د کورونا د خطرونو او د قرنطین او ټاکلو لارښوونو د نه مراعات او له ماشومانو، کوچنیانو او ښځو سره د تاوتریخوالي د تر سره کولو په صورت کې د درنو عواقبو په باب د میډیا له لارې پر لپسې خبرداری ورکړي،

ــ او…

One thought on “د کورونایي قرنطین په اوږدو کې د کورني تاوتریخوالي ستونزه”
  1. رښتیا هم زموږ ټولنه پداسی حال کی چی د واحدی اداری او پوخ قیادت له فقدان سره لاس و ګریوان ده
    د ګذشت،حلم او عفو زیورمو ډیر کم تر سترګو کیږی،حتی سیاسیون او مشران هم د لازمی اخلاقو د اداری او مشری نه بی برخی ښکاری تر دی حده چی ملی ګټی او دینی حدود هم تر پښو لاندی کوی ،د حزبی انحصاری غلط تربیت چی نورو ورکړی ډیره مشکله ده د ملی ګټو واحده لار باندی ګډ حرکت وکړی چی دا هم د ناقص تربیت او فهم زیږنده ده چی زموږ داخلی مشکل اهم او تباه کن دی تر دی چی پردی ملامت کړو ،ورنه ښه قوانین او تعلیمات شته که عملی شی موږ به تر ټولو مهذب او نه یواځی خپل ملت ته بلکی بشریت ته به مفید او نافع و ګرځو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *