تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۰مه: د ناټو سازمان ملکي استازي نیکولاسکي یو وار بیا له افغان سولې څخه ملاتړ کلک ملاتړ ښودلی دی.
نیکولاسکي د باندنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر سره په یو ټلیفوني تماس کې ویلي، دا سازمان په افغانستان کې دایمي سوله غواړي.

دواړو لوریو د سیمې په سیاسي مسایلو هم یو تر بله بحث کړی دی او نیکولاسکي پکې ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړی چې سازمان یې په افغانستان کې د یوې جامعې هوکړې له مخې د جګړې د پای ته رسولو هڅه کوي.
ښاغلي اتمر له افغان سولې پروسې څخه د نړیوالو ملاتړ مهم بللی او د دوام ټینګار یې کړی دی.

ناټو تر دې وړاندې هم په ځلونو له افغان سولې پروسې څخه خپل ملاتړ د اعلامیو او بیانونو له لارې ښکاره کړی دی.
حنیف اتمر څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني لخوا د باندنیو چارو نوماند او سرپرست وزیر وټاکل شو.

تر دې وړاندې ورسره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا هم د ټلیفوني تماس له لارې د سولې د پروسې ملاتړ ښودلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *