تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۰مه: د بلخ ځايي چارواکي وايي، طالبانو د بلخ په شولګره کې لږ تر لږه ۸ ملکیان له برمته کولو وروسته وژلي دي.
د بلخ د پولیسو یو ځايي چارواکي عارف اقبالي لاس انجلس ټایمز ته ویلي، طالبانو دا ملکیان تېره ورځ مازیګر په شولګره کې له یو کلي تښتولي او بیا یې په ډزو وژلي دي.
که څه هم طالبانو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو سرچینې دا هم ویلي چې په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل و.
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار چارواکي هم وايي، چې طالبانو په دامان ولسوالۍ کې د یو توغندیز برید پایله کې درې ملکي ماشومان وژلي او ۵ نور ژوبل دي.
که څه هم طالب ویاند یوسف احمدي دا برید پر امریکايي ډرون اړولی خو د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګټ وايي، دوی په سیمه کې کوم برید نه دی ترسره کړی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، طالبانو له مودې راهیسې پر ملکي او افغان اهدافو بریدونه زیات کړي دي، خو طالبانو څو ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا واړه بریدونه دي او روان به وي.