تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۰ مه: ملي امنیت شورا وایي، د ولسمشر غني د فرمان له مخې ۱۰۰ تنه طالب زندانیان یې د دوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کورونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې کړل.
د ملي امنیت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو فني ټیم د افغان حکومت له فني ټیم سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لورې بایومتریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي: (( د افغانستان اسلامي جمهوریت عین ډاډ د طالبانو له رهبرۍ څخه په دوحه کې هم ترلاسه کړی دی.))
نوموړی وای، د افغانستان سلامي جمهوري دولت ژمن دی چې د سولې پروسې پرمختګ لپاره به طالبانو سره د لا ډېرو تخنیکي خبرو اترو دروازه پرانیستې ساتي.
بلخوا د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن مازیګر په کابل کې د هغو هیوادونو له مشرانو سره ویډيویي جلسه کړې چې په افغانستان کې خپل سرتیري لري.
په دې ناسته کې ښاغلي محب د بندیانو د خوشې کولو پروسې په اړه معلومات ورکړي دي.