تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۱مه: د چهارشنبې په ورځ د ۱۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې نن به هم سل نور طالب بندیان خوشې شي.
د دغې شورا ویاند جاوید فیصل نن پنجشنبې په خپل ټویټر لیکلي چې دا شمېر بندیان د هغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د حبس مودې ته په پام د بګرام له زندان څخه خوشې کېږي.
ښاغلي فیصل د طالب بندیانو خوشې کول د سولې د بهیر لپاره او د کوروناویروس د مخنیوي په برخه کې د افغان حکومت د هڅو یوه برخه بللې ده.
تېره ورځ هم افغان حکومت ۱۰۰ طالب بندیان له دې سوګند وروسته چې هېڅکله به د جګړې ډګر ته نه ورګرځي، خوشې کړل.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي دا شمېر طالب بندیان په هغه اوږد لیست کې شامل دي چې د طالبانو درې کسیزه پلاوي له افغان لوري سره په کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و.
د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو د سولې د تړون یوه برخه ده چې د روان عیسوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا په قطر کې لاسلیک شو.