د لړم عقرب د میاشتې ۲۵ نېټه وه چې د میدان ښار څلور لارې مې ترشا پرېښوده او موټر نرخ ولسوالۍ په لوري په کاږه واږه پوخ سړک باندې خپله لاره لنډوله، کله چې نرخ ولسوالۍ ته ورسېدو د څنګ ملګرو مې د امریکایي سپېشل فورس د ظلمونو پاڼه راواړوله د شهادت کوته به یې کله نا کله د غره ډډې ته ونیوله… ¾ هلته یې یو په فراشود کې تاوکړی وه او کله چې کوم چا هلته اوبه لګولې تر سترګو شوی یې وه او بیا یې خلک پرې خبر کړه ¾ هغه وړاندې ځای کې یې بیا ژوندي له تېږو لاندې کړي وه، چې کندې ته یې اچولي وه او بیا یې تېږې ورباندې اچولې وې د هغوی د پښو خاپونه د کندې په دیواله کې پاتې وه ځکه هغه وخت کې ژمی وه او خاوره څه نا څه لمده وه او دوی چې په پښو زورکړی وه نو چاپونه یې هلته پاتې شوي وه…
ډېره دردونکې کیسه وه دوولس نفره ماته مالوم دي چې دوی ووژل له دې سیمې نه چې تېر شوو یویو موټر سایکل هم تر سترګو کېده چې یو نیم وسله وال به ورباندې سپور وه، د میدان وردګو په ټولو ولسوالیو کې د موټرسایکل باندې کرځبندیز لګېدلی، کومې نښې چې ماته یوه ملګري راکړې وې هغه ځای ته ورسېدم (خانجانخېل) له موټر نه چې کوز شوم ملګری مې راته انتظاره وه، چې ورورسېدم له هر کلي وروسته د دوی دکور په طرف روان شوو. زما ملګری زماملګری چې زه به ورته زمری ووایم، په کابل کې موږ کاونډی او نیم کور یې په خانجانخېلو کې ده، ورځ له ورځو نه یې په کابل کې راته د لاندي د ډوۍ وویل چې ورشم او همالته یې ورسره وخورم او مڼې به هم راوړم. وړاندې تردې مې په دې سیمه کې د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ د شته کړکېچ په هکله زیات له رسنیو نه اورېدلي وه، نو ده ته مې وویل چې هسې کوم څوک جنجال راسره ونه کړي، ده راغبرګه کړه چې ټول خپل خلک دی، نو په ډاډه زړه د نرخ په طرف ورغلم. زما ملګري هلته د دې لپاره نه وم بوولي چې زه کوم راپور پرې خپور کړم، خو چې څه مې ولیدل یو سترجنایت وه او سترګې پټول ترې نا ممکن وه نو ځکه یې زه لیکم.
د قاري وژل ـ کله مو چې د ریګي په ډاګ کې ونیوه، په موټرسایکلونو باندې مو تر مرکز پورې راورساوه، خو دلته وهلو او ډبلو خوند نه کاوه، غوږونه او پوزه مو هم ورځینې پرې کړه، او نوکان مو په پلاس ورځینې وښکل، داسې چیغې یې وهلې.
وروسته یې پلار هم له توکرک څخه راغی، هغه له ښامار سره وغږېد هغه ورته د درې لکه روپیو د راوړلو وویل، هغه په روپیو پسې کورته لاړ خو قومندان راته وویل چې نښه ورباندې زده کړی. پکول يې له څڼو څخه راکښته کړ په ښي لاس کې یې ونیوه او په چپ لاس یې څڼې د شا پلو واړولې او په خندا سره ادامه ورکړه ـ هاهاهاه په داسې ځای خو مو نه ویشت چې مړ دې شي یواځې نشان مو ورباندې زده کاوه تېښته خو یې هسې هم نشوه کولای لاسونه او پښې یې تړلې وي او لرې مو درولی وه، په لاسونو، مټو او ورنونو کې مو ویشته خو مرمي خطا وخوړه او په سینه کې ولګېد درېدلی نشوه خو ژوندی وه، بیا مو وروسته په تبر باندې ټوک ټوک کړ په یوه بوجۍ کې مو ورته واچاوه، او کله یې چې پلار راغی ورته ومو ویل چې هاغه یې مړی ده درسره یو یې سه…
دوی زموږدومره نفر ووژل چې څه یې کوې ته پوهېږې په دادل کې یې زموږ درې نفره په یوه کور کې وویشتل، په توکرک کې یې هم څو څو ځله په بم باندې ولوزولو، هاغه خانجي خو تا نه پېژانده هغه يې هم په بوشکه کې والوزاوه، داسې یو ځوان وه چې څه یې کوې، مه کوه چې پند شي ورته چې بیا زموږ خواته کاږه هم ونه ګوري. دا دیوه داسې ځوان خبرې وې چې د حزب په دې ډله کې یې زیات ملګري درلودل، او د له ماسره د لسو ورځو ملګری وه ښامار څوک ده؟ زه چې د یو دوه ورځو لپاره د ښامار طرف ته ورغلی وم، راته ډېره ستونز منه وه چې د ده د پلار او یا د ده د تېرو کارنامو په هکله مالومات لاسته راوړم خو بیا هم د ښامار په هکله یوڅه ویل پکار دي. ښامار چې شاید د دېرشو کالو به وي لږ وړاندې له یو څو تنکیو ځوانانو سره ولاړوه، له قد څخه ټېټ خورنجوکی سړی وه، پکول یې پرسر، سروېز بوټ په پښو، زېړ برېت یې پر شونډ راپراته وه، د ویښتانو او کالیو اصلي رنګ یې د خیرو او ګردونو له لاسه سم نه مالومېږي، که په ښار یا کوم بل ځای کې یې ووینې فکر به وکړې چې د پل سوخته څخه همدا اوس راغلی. ښامار د حزب د پخواني قومندان ضابت ولي خوریی ده، ضابط ولي چې ویل کېږي د انسانانو د قصابۍ لپاره یې دوه قصبان درلودل چې د یوه نوم یې چاکی وه، دوی په یوه شپه د خرقې او توکرک ترمنځ په سیمه تر سلو زیات ملکي خلک د حرکت او اتحاد په نامه وژلي وه. ضابت ولي یوه بله کارنامه هم لري چې د الغطا په نامه لرغونې غونډۍ کې یې سرته رسولې ده. زه هلته نه شوم ورتلی ځکه هغه سیمه د طالبانو او حزب تر منځ ګډه سیمه وه. ځایي خلک وايي چې د لرغونو اثارو د پيدا کولو په موخه نژدې لس کال وړاندې دوی دې غونډۍ ته ورکښته شول. (هلته څه مو چې ولیدل د یوه لوی وحشت نمونه وه له څه نه، هلته د انسانانو په سلګونه هډوکي پراته وه هلته د انسانان په زوړند ډول په دېوالونو کې بند وه، کله به مو چې لا وروړ نو وبه رېژېدل او په ځمکه به راګوزار شول، زیاتره خلکو چې د کورنۍ غړي یې ورک وه هغوی له جامونه وپوهېده چې هغوی نور نه دي ژوندي) کله چې د حزب قومندان د عیسی خېل په نامه یو بل څوک وه، د ملګرو د سترګولیدلي حال په بنسټ چې همدې ښامار امریکایانو ته ورپه ګوتو کړ: (دوی دواړه (ښامار او عیسی خېل) په هغه ورځ په دې سره مخالف شول چې عیسی خېل ویل چې دی به هېڅ کله هم نور له طالب سره ونه جنګېږي، نو په همدې شپه دوی دواړه په یوه کاسه په یوه کور په ډوډۍ ناست وه، امریکایان راغلل چاپه ولوېده دواړه له یوې دورازې څخه ووتل خو په پای کې عیسی خېل امریکایانو وواژه او ښامار روغ ووت، څو ورځې وروسته ښامار امریکایانو ونیوه خو په دوهمه ورځ یې بېرته راخوشې کړ.) د کرزي د ورستۍ وینا چې په لویه جرګه کې یې وکړه د ثبوت یو ښکار دلیل وه مالي عواید: ښامار د ښامار پر څېر د نرخ ولسوالۍ په باغونو راتاو ده او د ماليي په نامه له هر موټر څخه له زر نه نیولې بیا ان تر څلور زرو افغانیو پورې اخلې. چې ان په ورځ کې تر ۷۰۰۰۰ زورو افغانیو پورې عاید لري. په دې پیسو باند دوی موټر سایکلونه، وسلې، کالي او نور رانیسي او خپلو ملګرو ته یې هم له همدې پیسو نه ورکوي. د اعتبار خېلو سیمه چې د طالبانو او حزب تر منځ سرحدي سیمه ده، د لسکونو باغونو له ونو څخه مڼې نه وې شکېدلې شاخونه یې په ډاګ لګېدل او څه لا لاندې په ځمکه اوارې وې، دا ځکه چې لږ ورپاس خواته د حزب ډلې دا شکه ډوله وسله لږولې ده او ان مرغه هم په دې سیمه ګرځېدلی، ځکه کېدای شي د مرمۍ نښه وګرځي. نه یواځې د بزګرانو د تڼاکو لاسونو څخه په زور پیسې اخلي بل خو د دولت او نور بهرنیو موسسو د پروژو څخه د باج په ډول پیسې اخلي څه موده وړاندې د کلیو او پراختیا د ریاست له لارې، سیکا امریکایي موسسې نژدې درې پروژې درلودې چې د ده حیات کریمداد او عمرخېل په سیمو کې وې ویل کېږي چې له همدې پروژو څخه یې په لکونو افغانۍ په یو او بل نامه اخیستې دي. ملي امنیت که ملي خیانت؟ د کلیو خلک چې حالت له نژدې نه څاري او زه هم له یو داسې چا سره تللی وم چې په خلکو کې یې زیات مینه وال درلودل نو له ماسره یې هم ډېره خواله کوله، خو زه یې ځکه دلته نومونه نشم راړولی چې هغوی ته د امنیت له پلوه ګواښ رامنځ ته کېږي… په هر صورت ملي امنیت نه غواړي چې د جنګ لمن کښته را وغځېږي نو وخت په وخت حزب سره مالي مرستې کوي، وسلې ورته رانیسي او جنګ ته یې هڅوي، او کله نا کله چې د دواړو لوریو ترمنځ نښته رامنځ ته کېږی نو په کله ورڅخه دفاع کوي او ان چې بې پیلوټه او امریکایي ځواکونه یې هم مرستې ته راځي، وسلې او نور مهمات ورته په ملکي موټرو کې استوي…دا ټولې خبرې یواځې د خلکو د سترګولیدلی حال وه. (حزب درې غړي له یوه موټر سایکل سره چې بم ورباندې تړلی وه د ده حیات په سمیه کې د پولیسو له لوري نیول شوي وه، خو ملي امنیت له موږ څخه ونیول او بېرته یې په خپله سیمه کې خوسې کړل) د یو عادي پولیس خبره وه چې له پخوا څخه مې پېژاند او اوس د نرخ په ولسوالۍ کې دنده اجرا کوي. بل خوا کوم ولسي وګړي چې د امریکايي سفېشل فورس یا ځانګړو امریکايي ځواکونو له لوري نیول شوي وه، هغوی یادونه کوي چې د دوی نومونه له امریکایي ځواکونو ته ملي امنیت ورکړي وه او کوم چا چې له طالب سره سلاعلیک هم کړی وه، نو چې په ګوتو ورتلل نو ژوندي یې نه پرېښوده. (امریکایانو موږ څه پېژاندو چې احمد د چا زوی او څه کار کوي، که کوم چا واسطه درلوده نو کېدای شوه پس له څه وخته يې له هغه ځای نه بل ځای ته تغیر کړی وای خو که چا واسطه نه درلوده نو که هېڅ ګناه یې هم نه درلوده نو ژوندی نشوه ترې راوتلی، په امبور یې د مټو غوښې راڅخه پرې کړې، اه دا ځای وینې، ږيره یې ټوله په ګوتو راڅخه وکښله، اه یوه ورځ چې لږ لږ واوره هم ورېده تر سهار وارې ته ځوړند پرېښودم …) ډېره هڅه مې وکړه چې د امریکايي ځانګړو ځواکونو له زندانه خلاص شوو کسانو سره اړیکه ونیسم او مرکې ته حاضر کړم خو ونه توانېدم بدون له یوه تن څخه چې وړاندې مې خبرې راوړې، خو هغه هم د زړه له اخلاصه خبرې نشوه کولی. د خلکو او دولت ترمنځ فاصله: زما ملګری زمری کیسه کوي کله چې انتقالي حکومت راغی د خلکو د هېلو غوټۍ په ګل کېدو شوې، څه نا څه کارونه سم شول، خلکو له خپل هېواد سره له زړه نه مینه کوله یوه فرانسوی د لرغونو اثارو د پلټلو لپاره نژدې دوه میاشتې بدون له کوم ګارد څخه د الغطا غونډۍ ته راتله… خو دولت دې سیمې پاملرنه ورځ تر ورځې کمېدله، د حکومتي چارواکو کړې وعدې پوره نشوې، امریکايي ځواکونو په خپلو عملیاتو کې ډېر خلک ځورول، دود او دوستور ته یې پاملرنه نه کوله، او کومې هیلې چې له یوه دولت څخه د یوه عادي وګړي وې لکه د کار او دندې پیدا کول سرته ونه رسېدې… طالبانو هم له همدې موقع نه ګټه پورته کړه خپل پخواني ملګري یې بیا په کار واچول، وسلې او مالي سرچینې یې ورته برابرې کړې، له لږ څه ځنډ وروسته د حزب پخوانیو غړو هم فعالیت شروع کړ، دواړو په یوه وخت کې په امریکايانو حملې شروع کړې، او په هرځای کې یې ورته ستونزې جوړې کړې. د یودوه کاله په تېرېدو سره پخوانی والي عبدالجبار نعیمي له امریکايي ځواکونو سره تر لفظی شخړې وروسته استعفا وکړه او پرځای یې حلیم فدایي والي وټاکل شو، ده له امریکایي ځواکونو سره له خبرو وروسته له پوره ځیرکتیا ګټه واخیسته، ولسوالۍ ته یې د حزب په جامه کې کسان را واستول، کوم خلک چې نه غولېدل هغه یې د امریکایانو په واسطه له منځه یووړل او له طالبانو سره د یوې نه تمامېدونکې جګړې تهداب کېښودل شو، چې تر دې دمه چې د قوس د میاشتې نهمه نېټه ده ورپکښې له یوسل او دېرشو څخه زیات کسان وژل شوي دي چې وروستۍ هغه یې د خانجان خېلو د شمکانو په سیمه کې د بم چاونه وه چې ورپکښې یوتن ووژل شو او یو تن ټپي شو. خو په دې ټولو باندې هم بسنه نه ده شوې، د پوهنې برخې هم په دې برخه کې کلکې ضربې خوړلي دي، ۱۵ تنو د ښوونځي ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه وکړی، ملي ارودو، د حزب وسله والو، د طالبانو په ښخ شوو بمونو الوزول شوي، مالي زیانونه ورته اوښتي، استادان یې وژل شوي او ان د اجیرانو غاړه هم د چاقو له تېغ سره مخ شوې ده چې وروستۍ هغه یې د قوس په شپږمه نېټه د صدمردې په سمیه کې د غیرت الله په نامه د یوه ځوان وژل وه، چې په توره شپه کې له مکتب څخه راکښل شوی وه، پوزه او غوږونه ورڅخه غوڅ شوي وه، وروسته یې مرۍ ورڅخه غوڅه او مرمۍ ورپکښې سړې شوې وې، او بیا د سرک تر غاړې سپو ته اچول شوی وه، چې تر دې دمه یې طالبانو هم پړه نه ده منلې او وايي چې په دې برخه کې څېړنې دوام لري او پړ کس به خامخا د قانون منګلو ته سپاري. په هر صورت دا هغه جنایتونه وه چې ماته په نژدې پنځه لسو ورځو کې جووت شول، زما ملګری زمری وايي چې زموږ لپه لپه خاوره د نادودو شاهده ده، ماته دا خبره اوس بېخي جوته شوې ده، ځکه هغه څه چې ما ولیدل د زغملو وړ نه وه، له یوه ټېټ پوړي دولتي چارواکي نه نیوالې ان کرزي صاحب څخه غواړم ترڅو له دې خلکو سره له څلورمخۍ او پنځه مخۍ څخه لاس واخلي پرې نږدي چې نور ماشومان یتیمان، میندې بورې، او پېغلې بې پړونو شي.
د یوه واحد سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله
بهیر بهیر دوهم منزل، آسیا مسافرخانه، کابل ـ افغانستان ۱۳۹۲-۹ـ۱۰
————————————-
تاند د لیکوالو په نوم د خپرو شویو لیکنو مسوولیت په غاړه نه اخلي.
لیکنه څو کیلو متره اوږده ده خو مزه يې نشته خپله بطرفی يې پکې نده ساتلی ،تر حده زیاته ترینه تبلیغاتی شوی ده چې نیمايې ته ورسیږۍ سمدستی پوهیږی چې قصدآ د یوۍ ډلۍ پر ضد په خیالی کیسو او تورونو ډکه ده .