تاند، شنبه، د حمل ۲۳مه: د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د پاکستان هغه غوښتنه رد کړې ده چې وايي، د داعش خراسان ډلې پاکستانی نیول شوی مشر اسلم فاروقي دي دوی ته وسپارل شي.

د افغانستان د باندنیو چارووزارت لخوا تاندته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان غوښتنه یې په کتبي ډول ترلاسه کړې ده، خو په وینا یې اسلم فاروقي د داعش ډلې هغه مشر دی چې تر ټولو ډېر جنایتونه یې په افغانستان کې ترسره کړي دي.

خبرپاڼه وايي، پر اسلم فاروقي د ډېرو هغو عملیاتو تور دی چې په نتیجه کې يې ګڼ شمېر ملکي افغانان او سرتېري قرباني شوي دي او له ده سره به د افغانستان د نافذه قوانینو په بنسټ چلند وشي: (( افغانستان د تروریستانو تر منځ توپیر نه کوي، یو شان چلند ورسره کوو اود تروریزم ضد مبارزې ټولو تعهداتو ته ژمن یوو.))

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې له پاکستان سره د بندیانود تبادلې کوم تړون نه لري او اسلم فاروقي به هم ورته ونه سپاري.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل احضار کړی او ترې غوښتي یې وو چې د داعش پاکستاني مشر اسلم فاروقي په پاکستان کې ګڼ عملیات رهبري کړي او نوموړی باید اسلام اباد ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلم فاروقي د افغانستان ملي امنیت ته د داعش، لشکرطیبې، حقاني شبکې او له آی ایس آی سره د داعش د همکارۍ په اړه رازونه افشا کړي دي.

دغه نیونه د افغان ملي امنیت لپاره تر ټولو سترو لاسته راوړنو کې شمېرل کېږي چې ورسره به په افغانستان کې د داعش ډلې ګڼې تر لاس لاندې پروژې او پروګرامونه کشف شي.

2 thoughts on “افغانستان: پاکستان ته هیڅکله د داعش پاکستانی مشر نه سپارو”
  1. د داعش نیول شوی مشر باید زر تر زره د خپلو اعمالو په جزا ورسیږی۰ ستره محکمه باید
    د افغان سکانو د وژل شویو حقوق مدنظر ونیسی۰ او د دی وخشی ظالم سره
    اسلامی عدالت پر ځای کړی۰
    مننه کا موال

  2. پاکستانى فوج خپل مخالف طالبان پانسى کړل خو افغان حکومت هسى خبرى کوى ىو خپل ىا پاکستانى طالب ىا په نوم داعشى ى پانسى نه کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *