يادونه: دا ليکنه د استاد عبدالغفور ليوال (له کورونا وروسته نړۍ) ليکنې په نقد کې شوې.

د کرونا وبا ښايي په لومړي سر کې چا دومره جدي نه وي اټکل کړي، خو وروسته يې ورو په ورو شدت پيدا کړ، نن ټوله نړۍ په دې وېره کې ده او هر فرد دا تشويش کوي چې هسې نه دا ويرلړلی ويروس د دوی وجودونو ته لار پيدا کړي، له همدې وېرې له نړيوال ترانسپورټ واخله تر کليوالي ترانسپورټه پورې يا په جبري ډول او يا هم په داوطلب ډول بند شوی دی، دولتي او خصوصي ادارې يا تړل شوې او يا يې فعاليتونه په نشت حساب دي، ښارونه، لارې او کوڅې له خلکو تشې شوي، حتا په ټولنيزو رسنيو کې داسې ويډيوګانې لاندې باندې کېږي، کوم خلک چې بې ضرورته په لارو يا کوڅو کې ګرځي د پوليسو له خوا وهل کېږي او خپلو کورونو ته لېږل کېږي.

داسې ويل کېږي چې له دې وړاندې هم ځينې نړيوالې وبايي ناروغۍ راغلي او خلک يې ويرولي دي، خو دا ځل له يوې خوا د نړۍ نږدې اړيکې له بلې خوا د کرونا ويروس چټک سرايت په ټوله نړۍ اغېز کړی او زيان يې هر فرد ته ورسېد، ځکه له تعليمي او تحصيلي ادارو واخله تر اقتصادي راکړې ورکړې پورې هر څه په ټپه ولاړ دي او خلک داسې هڅه کوي چې حضوري اړيکې له هر چا سره پرې کړي، حتا په ځينو وختونو کې د يوه فاميل غړو هم په بېلو بېلو کوټو کې ځانونه قرنتين کړي دي.

که څه هم دا يو انساني ناورين دی، خو ځينې کسان يې د نړۍ غير معتدل واک او ناانډوله اقتصادي بهير لپاره يو درس بولي او خوشبيني څرګندوي چې ښايي له کرونا وروسته نړۍ يوه مهربانه او په عدالت ولاړه نړۍ پاتې شي.

په ټولنيزو علومو کې د پديدو د تحليل لپاره مهمه دا ده چې موجوده واقعيتونه او تير بنسټيز شوي حقيقتونه وارزول شي او د راتلونکي لپاره پرې نظريه تخليق شي.

راځئ ډېر لرې ستانه نه شو، د تور مرګ له وبايي ناروغۍ يې را پيل کړو.

د تور مرګ وبايي ناروغي  په څوارلسمه پېړۍ کې له لويديځې اروپا تر ختيځې اسيا پورې خوره شوه، داسې ويل کېږي چې ټول ټال يې دوه سوه ميليونه انسانان مړه کړل،  ( Small pox) وبا چې په (۱۵۲۰) زيږديز کال خوره شوه او تر شلمې پېړۍ پورې روانه وه، داسې ويل کېږي چې په اتلسمې پېړۍ کې يې په اروپا کې هر کال څلور سوه رزه کسان ووژل او تقريبا له ژونديو پاتې شويو کسانو يې دريمه برخه ړانده کول، په (۱۹۱۸) زيږديز کال يوه بله وبا خوره شوه چې ټول ټال يې له پنځوسو تر سلو ميليونو پورې وګړي مړه کړل چې د هغه وخت د نړيوال نفوس په سلو کې دوه نيمه برخه بلل کېده، سره د دې وباګانو او قتلونو موږ بيا هم هغه څه ونه ليدل چې طمع يې کېده، ځکه د بشر تاريخ ته په کتو په اروپا کې د (۱۸۴۷) انقلاب وروسته چې په فرانسه کې وشو د کارګرانو په وړاندې نه يوازې د کارفرمايانو رحم ډېر نه شو، بلکې برعکس دوی لا هم جابر شول او ټول کارګران د هغه انقلاب قرباني شول کوم چې دوی د فيوډالانو پر ضد کړی و، يا دا چې په نړۍ کې لومړۍ نړيواله جګړه له هغه وروسته دويمه نړيواله جګړه، وروسته هغې د شرقي او غربي بلاکونو ترمنځ سړه جګړه او په اوسنيو شرايطو کې روانې جګړې دا ټول د دې شاهدې دي چې د بشر او بشريت لپاره يو سياستوال او پانګه وال هم يو ګام نه دی وروسته کړی، بلکې دوی موقع غنيمت بللې ده. 

اوس هم هماغه حالت دی، کله چې په ښارونو کې خلکو له وېرې د ډېرو توکو د رانيولو اراده وکړه نو تجارانو مالونه پټ کړل، او يو دم نرخونه اسمان ته پورته شول، ولې ځينو دولتونو له فشاره په استفادې په هغو لنډو ورځو کې نرخونه کنترول کړل، خو په تدريجي ډول نرخونه هغه ځای ته ورسېدل چې د بحران په سر کې ناڅاپي رسېدلي وو.

په نړۍ کې له يوې خوا د توکو لوړې بيې، له بلې خوا د خلکو بې کاره کېدل او په کورونو کې ايسار ساتل کېدل، د دې سبب شول چې د ټيټې طبقې خلک له لومړۍ ورځې په خيټه پورې تيږي وتړي، خو د منځنۍ طبقې سپما شوي روپۍ هم په خلاصېدو دي، په داسې حال کې چې پانګوال او د دوی د توليد ماشينونه هغې ورځې ته سترګې په لاره دي، چې کله به وبا کنتروليږي او خلک به له کورونو د کار لپاره د باندې راوځي. دا ويره هم شته که چېرې وضعيت همدا ډول دوام وکړي، ښايي خلک نور په کورونو کې د لوږې په مقابل کې د تسليمۍ حوصله ونه لري او په لوی لاس د ځانوژنې لپاره تياری ونيسي او د توليد هغه ماشينونه په حرکت راولي چې انساني قوې ته اړتيا لري.

خو د دې ماشينونو له توليده به بيا هم دوی يوازې د ( وخوره چې مړ نه شې) استفاده کوي، نور به اساسي ګټه بيا هم د هماغه محدودو کسانو جيبونو ته ځي، ځکه نه داسې قانون شته او نه دومره عاطفه چې د ويش لپاره د واقعي عدالت تله معيار کړي، خو هغه اندېښنه چې شته او احساسيږي، هغه دا ده چې له کرونا وروسته نړۍ کې به لوږه، او نيستي ډېره وي، ځکه ښايي تر ډېره هغه تجملي او تظهوري توکي چې له کرونا وړاندې يې بازار ګرم و، هماغه شان ګرم پاتې نه شي او په مارکېټ کې به بې کاري پيدا شي، کله چې بې کاري وي، نو د انساني قوې ذخيرې او په مارکېټ کې عدم تقاضا به د کارګر مزدوري ټيټه کړي او هغه کسان چې بې کاره دي، له کارګرانو سره به يې دومره توپير وي چې کارګر به د شپې ډوډۍ موندلی شي، خو بې کار به يا وږي ويدکېږي او يا به هڅه کوي چې د کارګر له لاسه ډوډۍ وتښتوي ترڅو دی ځان پرې موړ کړي.

اساسي خبره دا ده تر هغې چې سيستمونه د خلکو د غوښتنو په اساس نه وي تنظيم شوي او خلکو په شعوري لحاظ د خپل نسل د بقا لپاره په اصولي لارو فکر نه وي کړی، تر هغې به بيا هم د ماشين د پرزو په څېر په خپلو کې سره خوري، خو ګټه به يې د ماشين مالک ته رسيږي او يو ځل بيا به د تير په څېر په ميلياردونو انسانان د څو کسانو په خدمت کې مصروف شي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *