تاند، شنبه، د حمل ۲۳ مه: د کابل والي، دغه ښار د کورونا د مخنیوي په خاطر د دوو نورو اونیو لپاره د ګرځبندیز له شرایطو سره هم مهاله قرنطين اعلان کړ.

د کابل والي یعقوب حیدري وایي، په دغه ښار کې به ګرځبندیز د کورونا ویروس د لا خپرېدو له وېرې دده په وینا په قرنطین بدلوي.

د کابل والي نن شنبې یوې خبري غونډې ته وویل، روانه او راتلونکې اونۍ به پلازمېنه د دغه رنځ د لا خپرېدو له وېرې قرنطين کړي او همداراز یې د پروان، کاپیسا، وردګو او لوګر ولایتونو له لوري پلازمېنې کابل ته د غځېدلو لویو لارو د تړل کېدو خبر هم ورکړ.

د کابل والي یعقوب حيدري زیاته کړه، یوازې د لومړنیو توکو لېږدوونکي ګاډي به پلازمېنې کابل ته پرېښودل کېږي او د ده په ټکو ۳۰ ټيمونه يې ګمارلي چې په پلازمېنه کې به د مرستو او د دولتي تدابیرو څرنګوالی څاري.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه په هېواد کې د کورونا وېروس له رنځه ۱۸ کسان مړه شوي او د هغو کسانو شمېر هم ۵۵۵ ته ورسېد چې دغه وېروس په کې مثبت راوتلی دی.

روغتيايي چارواکو ویلي، په نویو ثبت شویو مثبتو پېښو کې د لوګر او بلخ ولایتونو روغتيايي کارکوونکي هم شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحيد مجروح وايي، پر دغه رنځ د اخته کسانو د تشخیص لپاره خپل ظرفیتونه لوړوي او په پلازمېنه کابل کې په ۲۲ برخو کې سیارې ډلې ګماري چې سمپلونه راټول کړي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت هغه درمل چې په نورو هېوادونو کې د دغه رنځ لپاره کارېږي په تجربه يي ډول ناروغانو ته ورکړي دي.

هغه وايي چې هند ورسره ژمنه کړې چې د یوې هوکړې له مخې د دغو درملو په برخه کې مرسته وکړي. که څه هم ښاغلی مجروح وايي چې د هغو ناروغانو شمېر چې حالت يې ډېر خراب دی تر اوسه یوازې اووه کسان دي.

ښاغلي مجروح وویل، چې ښارونو کې پر تګ راتګ بندیز اغېزناک و او دا لړۍ به روانه وساتي.

په کابل کې د عمومي پوهاوي هڅې هم پیل شوې. د ديني علماوو او ډاکټرانو یو ګډ کاروان هم په کوڅو کې د ګرځېدو او له دې لارې خلکو ته د معلوماتو ورکولو ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *