تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، له تېر یو کال راهیسې یې خپل ۱۰۰۰ تنه منسوبین، افسران او لوړ پوړي چارواکي له دندې څخه د ناوړه استفادې په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، په نیول شویو منسوبینو کې لوړ پوړي کسان هم شته او ټینګار یې کړی چې کورنیو چارو وزارت د خلکو غوښتنو ته په پام د مسلکي پولیسي ځواک رامنځته کولو ته ژمن دی.
نوموړي ویلي، له دندې څخه ناوړه استفاده د زغم وړ نه ده او نه به یې پر وړاندې د چا خاطر وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تر ډېره د پولیسو په اړه جرمونو کې د لاس لرلو، قاچاق او ناقانونیو تر څنګ د خلکو د وهلو او ډبولو راپورونه ورکول کېږي.
وروستۍ پېښه د کابل په نهمه حوزه کې له هغې کوچنۍ نجلۍ سره د پولیسو اخ و ډب و چې په سودا پسې بازار ته وتلې وه او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه راوپارول.
نیک اقدام ده خو چه قومی تعصب په بنا نه وی سوی