تر مخ به یې کتاب وېړ پروت وي، ایله زر پاکستانۍ کالدارې به یې په جیب کې وي، لا چې د میاشتې لس ورځې پاتې دي، که یې سپین ږیری پلار ورته خرچه ونه لېږي او بېګاه پرې د لیلیې برېښنا، لوبیا او وریجې قطع شي، نو د ولږې روژه به نیسي. خو دی به وچ خیر وي، سپینې او شنې ټوټې یې په تندي ټومبلې وي، حکومت ضد کمپاین به خپل لومړیتوب، ایمان، اسلام او انسانیت بولي.

د سپین سترګۍ او زور ترمنځ حدود معلوم دي، خو د دې جناب ادعا دا وي چې وطن مې دی، نو باید ویې خورم، په زور یې خورم، حکومت خو څه د چا د پلار ندی، خو زما په سر حاکم دی، اما د حاکم حق ادا کول کبیره ګناه ده.

دا خو یوې خواته کړه، چې د وطن ذره حق هم نه اداء کوي او نه یې په ځان حق بولي، خو د ورانۍ لپاره یې د شنې او سپینې جنډې هر اونیز، میاشتنی او موسمي شعار کافي، شافي دی.

د طالبانو له ماتې وروسته او بیا د نوي حکومت په جریان کې د ننګرهار تعلیمي ماحول د جنګي ډلو په انحصار کې شو. بېلا بېلې مافیایي ـ جنګي ډلې یوه ګله محصلین دا غاړه را کاږي، بله یې هغه غاړه کاږي او وږ نسي پخپله د خان مستې او شومبلې شاربي.

له راتلونکي نسل سره د جفا دا ټکی پدې نه خلاصه کېږي، چې تاسو خپلو موخو ته ورسېدﺉ او کنه، تر ټولو لویه جفا خو داده، چې په تعلیمي چاپیریال کې مو د عصري ورانکارۍ یو بل زړی هم وکره او دا زقوم به څو کاله وروسته خپل ثمر ته رسي، که همداسې پاتې شو.

ټول پدې تول برابر نه دي، خو همدې یوې کوچنۍ ډلې په ټول روزنیز ماحول توره لړه خوره کړې او لګیا دي د نورو محصلینو حقه حقوق تلف کوي. د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنتون پرونۍ پېښه یې وروستۍ بېلګه ده.

د اوسني حکومت له راتګه بیا تر ننه له پېنځو ځلو زیات بهرنۍ مرستې او مهمې پروژې یوازې پدې دلیل د ننګرهار پوهنتونونو پر ځای نورو تعلمیې ساحو ته منتقل شوې، چې د سپینو او شنو جنډو د ګټو خلاف تعبیرېدې.

حضرت عایشه (رض) وایي: (( دې ته مه ګوره، چې شمع د چا په لاس کې ده، له رڼا یې ګټه واخله!))، خو دا جنابان د خپل ټولګي له کرسۍ ها خوا په دریشي کې ورته ولاړ استاد هم کافر بولي او بېګاه د دولت د خوړلې لوبیا په انرژۍ په جوړ کړي بم یې د ګور بندېوان کړي، بختور به بیا د ژوند څکه کوي. که پورته ټول تعبیرونه بې توله وي، نو د یوې محرکې قوې په توګه حد اقل همدغه کسان کولای شي روان وضعیت دا بل لور ته و څرخوي، خو دا کار نه کوي.

په سینه یې د محصل کارت ټومبلی وي، خو د زړه د ارادې ستنې یې کږې ولاړې وي او په ډېر افتخار خپل معنوي پلار ـ استاد ـ ترهوي، که په ازموینه کې یې یوه نمره هم کمه وه خیر یې نشته.

هغه بله ورځ مطیع الله عابد پخپل فېسبوک پاڼه لیکلي و چې؛ (دا د ننګرهار پوهنتون د جوړېدو مشوره به د کابل ـ ننګرهار لویې لارې پر غاړه چا  ورکړې وي، چې په هره وړه او لویه خبره یې محصلین لارې بندوي او لاریونونه کوي؟)

پوښتنه یې پر ځای ده، خو مشاور خوار به له دومره سپین سترګۍ کله خبر و، کنه د همدې پوهنتون د لیلیې د یوه کال په مصرف سل متره لرې د درونټې بند توربینونه ابادېدلی شوای.

هغه بند چې سلګونه کورنۍ یې د خرابۍ له وجې په توره تیاره کې څملي او په تیاره کې د ډوډۍ پرځای خپلې ګوتې خوري. د چراغ بېخ تل تیاره وي، خو د تاسف خبره ده، چې د چراغ پرسر ناست دعوه داران د چراغ دا برخه نه ویني او د پردۍ لوبې د اتلانو مډالونو ته چکې وهي.

مشاور خو د محصل غم خوړلی و، چې دی به ستړی وي، سهار به یې وېښتان په شړشمو غوړ کړي وي او ټولګي ته به روان وي، په سترګو کې به یې د چارسدې د رنجو ټرک چپه کړی وي او دریشي چې هسې هم ورته کفر ښکاري، نو خړې جامې یې خیرنې نشي.

قدرمن محصل به له موټره کوزېږي او لنډ به خپل درسي ټولګي ته ځي او غرمه مهال چې د وطن لپاره څلور ساعته پرلپسې درس یې ویلی وي، زر به په موټر کې سپرېږي او کور ته به رسي.

دا ټول سره کرښه شول او هغه به میاشت نه وي، چې یو یا دوه ځل دې جنابان د سلګونو لارویانو، ښځو، ناروغانو او ماشومانو په ساعتونو، ساعتونو د تګ مانع نه ګرځي. له دوی سره په انتقالېدونکو شعارونو لیکل شوي وي: ” مرګ په افغانستان او مرده باد افغان دولت!”، دا له دې خبرې بل کوم ډول تعبیر لري چې بچوڼي پخپلې مور پسې راپورته شي، وطن خو مور وي.

لنډ خیز مه وهﺉ، کنه د درونټې سیند درسره لنډ دی پکې غرق به شﺉ. افغانستان اسلامي هېواد دی، ۹۹،۹۹ سلنه اوسېدونکي یې مسلمانان دي، دلته د اسلام په نوم سلګونه لیتره وینه قربان شوې او تر همدې پوهنتون سل متره راپورته د غره په ډډه ډېرې هغه کورنۍ اوس هم نیم ژوانده شپې ورځې سبا کوي، چې اندامونه یې ستاسو د نن ورځې لپاره ایثار کړل، خو نن بېرته تاسو څه ورکوﺉ؟

هغوی چې په یوه او بل نوم بازار تیزي کوي، مافیا دي، د اسلامکارۍ مارکېټ یې خلاص کړی، تېل یې له بله ځایه دي، خو خپل شکور په تاسو ډک ساتي.

سیاست وکړﺉ، چنه ووهﺉ، خو د هر ګام په اخیستو مو څلورخواوې وڅارﺉ! څه کوﺉ، د چا لپاره یې کوﺉ او په همدې حالت د خپلې روښانه راتلونکې څومره تضمین کولای شئ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *