په کندهار کې ۱۵۰ صنعتي فابریکې له دې کبله تړل کېږي، چې د امریکا له پراختیایي ادارې سره د صنعتي پارک د برېښنا قرارداد پای ته رسېدلی دی.
یوې سرچینې ویلي، امریکا د برېښنا ددې قرارداد د تمدید لپاره بودجه نه ورکوي او سوداګر نشي کولای ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ زره لیټره تېلو لګښت په غاړه واخلي.
په دغو کارخونو کې څلور زره افغان کارګر کار کوي، چې که کارخونو ته ستونزه پېښه شي، لویه کتله خلک وزګارېږي.
په کندهار کې صنعتکاران وايي، د ديارلسو کلونو په تېرېدو سره لاهم په دغه ولايت کې صنعت ته پام نه دی شوی او په ياد ولايت کې د برېښنا د نشتوالي له امله د ۱۵۰ کارخونو د تړل کېدو جدي وېره موجوده ده.
د کندهار په صنعتي پارک کې د غوړيو، پلاستيكي توكو، صابون جوړولو، ګاز، د اوسپنې د ويلي كولو، پايپ، المونيم، د انساني او حيواني خوراكي توکو، مشروباتو، مرمر ډبرو، کاغذ او ځينې نورې کارخونې فعالې دي، چې اوسمهال یې په فعالو ۱۵۰ فابریکو کې ۴۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره ده.
په کندهار کې صنعتکاران اندېښمن دي، چې که يې په دايمي توګه د برېښنا غم ونه خوړل شي، نو کېدای شي په کندهار کې روان صنعت په ټپه ودرېږي او فابریکې وتړل شي.
په کندهار کې روان توليدات وړ کیفیت لري، ددې تر څنګ چې په کور دننه ښه بازار لري، پايپونه یې اوس پاکستان ته هم صادرېږي.
په کندهار کې د صنعتکارانو ټولنې مشر باري داد صادق وايي، د کندهار صنعتي پارک لپاره د امريکا د يو. اېس. ای. ډي له لوري په ۱۳۸۹کال کې لس میګاه واټه برېښنا ورکړل شوه، خو اوس دغه قرارداد پای ته رسېدلی، که چېرې د دايمي برېښنا غم ونه خوړل شي لرې نده، چې دا ۱۵۰ کار خونې به هم وتړل شي :((په ۱۳۸۶ کال کې له دې امله ۷۰ کارخونې د کندهار په صنعتي پارک کې وتړل شوې، چې برېښنا پرې بنده شوه او په هغه وخت ۳۰۰۰ کسانو خپل کار له لاسه ورکړ.))
اوس مهال په دغه صنعتي پارک کې ۴۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره ده، خو که د توليد لپاره نور امکانات برابر شي، په زرګونو بې روزګاره کسانو ته به هم د کار زمينه برابره شي.
د ښاغلي صاق په وينا، دا مهال په کندهار کې ۱۰۰ داسې کار خونې دي، چې د برېښنا د نشتوالي له امله خپل توليدات نه پيلوي، که چېرې د صنعتکارانو دې جدي ستونزې ته پام وشي، ددې ترڅنګ چې په کور دننه به وزګارو کسانو ته د کار زمينه برابره شي، بهرنيو هېوادونو ته افغاني توليدات هم لاره کولای شي.
د صنعتکارانو ټولنې مسوولين وايي، تېر کال يې په کاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان کې د ۳۰ کارخونو له مالکانو سره کتلي او هغوی يې افغانستان ته د راتګ لپاره هڅولي وو، څو خپل کارونه په کندهار کې پيل کړي.
دوی وايي، د دغو کارخونو مالکانو ومنله، خو کله يې چې په کندهار کې د صنعتي پارک او صنعتکارانو ستونزې وليدې له خپله هوډه تېر شول.
کندهار ښار اوسمهال يوازې ٢٨ مېګا واټه برېښنا لري، چې اته مېګا واټه يې له کجکي بند څخه او پاتې نوره ۲۰ مېګاه واټه د امريکا پراختيايي ادارې له لوري صنعتي پارک ته ورکړل شوې ده.
د کندهار د برېښنا رييس انجينر رسول وايي، که چېرې د امريکا پراختيايي اداره خپل قرارداد ونه غځوي، نو د صنعتي پارک د تړلو تر څنګ په ښار هم د لس مېګا واټه برېښنا د بندېدو جدي وېره شته :((امريکا پراختيايي ادارې دوه ۲۰ مېګاه واټه جنراتورونه د کندهار صنعتي پارک لپاره لګولي، چې ۱۰ مېګاه واټه برېښنا يې په پارک کې لګېږي او په ۲۴ ساعتونو کې د ټولې جنراتوري برېښنا ۱۰۰ زره لېټرو تېل مصرفوي، چې پوره کول يې د برېښنا رياست او سودا ګرو له توان وتلی کار دی.))
مسوولين وايي، د امريکا پراختيايي ادارې له مسوولينو سره خبرې روانې دي، چې راتلونکی زيږديز کال هم خپل قرارداد او مرسته وغځوي. دوی وايي، تر هغه پورې به د کجکي بند ورغول شي او يا به هم له کابل نه ياد ولايت ته برېښنا وغځول شي.
Why doesn’t Mr. Karzai spend the money he received from Iran and millions of US dollars given to his office for the last 11 years?