تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴ مه: د کندهار د سپين بولدک په زاړه کلي سیمه کې یو ځل بیا د افغان او پاکستاني سرحدي پولیسو ترمنځ د اغزن تار د غځولو پر سرشخړه شوې ده.
د سرحدي پولیسو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شظی ویلي چې نن سهار پاکستاني ځواکونه له صفري نقطې را اوښتي او غواړي د سپين بولدک په زاړه کلي کې اغزن تار وغځوي.
د سرچینې په وینا افغان ځواکونو یې مخنیوی کړی او دغه راز د ډز امر ورته شوی چې په وینا یې که پاکستاني ځواکونه د اغزن تار غځولو کار پيل کړي په سیمه کې د جګړې امکان شته.
د کندهار چارواکو او پاکستاني لوري تر اوسه په دې اړه رسمي نظر نه دي څرګند کړی.
شاوخوا درې کاله مخکې هم په سپین بولدک کې د اغزن تار د غځولو پر سر شخړه کې دافغان ځواکونو او پاکستاني ملیشې ترمنځ نښته شوې وه چې دواړو لورو یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کول.