حکمتیار

تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴ مه: د حرب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار کشر ورور د خیبر پښتونخوا په یو روغتون کې د زړه د سکتې له امله ساه ورکړه.

نظام الدین حکمتیار په شمشتو کې اوسېده او تر ګلبدین حکمتیار او شهاب الدین حکمتیار کشر و.

نوموړي حزبي سابقه نه لرله او هغه ته نږدې کسان وایي، چې نظام الدین بې وزله و او په شمشتو کې یې تر ډیره د اوړو ژرنده لرله.
اوس وخت کې یې په اړه زیات معلومات نشته، خو ویل کیږي چې حکمتیار اړیکې ورسره خورا سړې وې.

د حکمتیار یو نږدې کس تاند ته وویل چې ګلبدین به د خپل ورور جناز‌ې ته ولاړ نشي او نظام الدین به پیښور کې سبا خاورو ته وسپارل شي.

4 thoughts on “د حکمتیار کشر ورور د زړه له سکتې ومړ”
  1. If he doesn’t go to his brother’s death and ceremony what he can do to the people of Afghanistan.

  2. خدای دې وبخشي خو که مشر ورور مړ وای نو به ډېره له خوښیو ډکه پدیده وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *