ډاکتر وريښمین سباوون *
جګړه هله ګټل کیږي چې ملي وحدت، قوی اقتصاد، مدبرانه سیاست او دیپلوماسی، او سیمه ییز ملاتړ موجود؛ د لومړۍ کرښې او دفاعی کمربندو وسله وال غښتلي او مجهز؛ او قوی استخبارات دښمن په نښه، محاصره، اهداف یې شنډ او جګړه رهبري کړي.نو دغو عواملو ته په کتو له کرونایی لښکرو سره د افغانستان جګړه څرنګه روانه ده او څه په کاردي؟
د ۲۰۱۹ عسوی کال په پای کې د سارس کورونا-۲ (کرونا ) وایرس لښکرو (وایرسونه) په چین کی سر را پورته او جګړه یی پیل کړه، دغه جګړه په دو یا دری میاشتو کې په نړیواله جکړه بدله شوه. د جګړی یو لوری بشر او بل لوری یی وایرس دی چی له ژونکی (Cell)څخه همی په زرګونو چنده کوچنی جسم دی، چی ځنی ساینسپوهان یی ژوندی جسم او څنی یی حتی ژوندی جسم هم نه ګڼی. د نړی ستر اقتصادی او سیاسی څواکونه یی ګونډه کېدو ته نږدی کړی او یا یی ژړاته راوستی دی. ځنی هیوادونه لګیا دی له دغه ستر لښکر سره قوی چال او دیپلوماسی کوی ترڅو یی مهار او څان یی له شره خلاص کړی او له ځینو هیوادونو د ښه مدیریت او مهاریدو مهم فرصتوته د خپل غرور او یا ناپوهی له امله له لاسه وتی، جګړه یی پیل کړی او لګیادی خپلی لمړی، دویمی، او دریمی کرښی او استخبارات قوی کوی.
افغانستان چی یو بی وزله اوجنګ زپلی هیواد دی بچی یی ددی پرځای چی له ګډ دښمن (کرونا وایرس) سره جګړه وکړی په خپلو منځو کې لاس په ګریوان دی. کشرګنو یی پیڅی را بډوهلی له مشرانو سره د مشری پرسر ناندری کوی، نه یی کار ته پریږدی او نه دجګړی مهارته او وایی چی میم زور ما او ټول زما. له قدرت څخه محروم یی ځانونه ناسکه ګڼی او څوګند یی کړی چی دخپلو ورونو پرضد به توپک تر هغی په زمکه نه ږدی چی یا یی وژلی نه وی او یا یی له قدرت څخه لیری کړی نه وی. د الله اکبرپه نارو څان وژنی کوی، په مورچو ورخیژی هم ځان او هم نور وژنی .د واک خاوند ورته ځولی غوړوی چی راپخلا شه خو نتیحه نه ورکوی نو په دی توګه هغه هم ګبڼی واخلی او په مرور بمونه او راکتونه هم په شپه او هم په ورځ اوروی او هم پری چاپی اچوی. کمزوی اقتصاد، جګړی، د واک پرسر ناندریو، بی بندوباره او ناپوه ولس، او کمزوری مدیریت د کرونایی لښکر په وړاندی جګړه پیچلی کړی او دبری چانس یی کم کړی دی.
کمزوری مدیریت او غلطو پریګړو او د ډیپلوماسیو له امله د کرونایی لښکرو د غولیدو او مهارولو اصلی فرصت له لاسه وتلی دی. هغه فرصت دا وه چی افغانستان له ایران څخه را ستنیدونکوافغانانو چی کرونایی لښکری یی په ډول او سورڼیو بدرګه کولی، غلط چلند وکړ. دغه وخت د کرونایی لښکرو د غولیدو او تم کېدو وه خو په خپل لاس او په زوره مو دافرصت له لاسه ورکړ، نه مو چاته غوږ ونیو او نه مو د ناپوهی او یا غفلت له امله ددی پریکړی په عواقبوسر خلاصیده. له غفلت سره سره مونږ افغانی کلتور او میلمه پالنی ته هم شا کړه ، میلمه پالنه مو یی هم و نکړه. که مونږ د کرونایی لښکرو د بدرګه کوونکو ښه میلمه پالنه په هرات کې کړی وی، ناروغان مو یی تداوی کړی وای، او دروغو ستړیا مو یی ددوو اونیو لپاره ویستلی وای، او بیا مو په درنښت سره خپلو کورونو ته رخصت کړی وای، نو نن ورځ به جنګ زپلی افغانان له کرونا څخه په دومره اندیښنو کې نه وای او نه به یی ټولنیزه چاری او بوختیاوی خرابه شوی وای. که له دی فرصت څخه مو سمه ګټه کړی وای، نو دکرونایی لښکرو نور حامیان چی له نورو کرونا یی هیوادونو څخه هیواد ته ستنیدل ، کورونایی لښکر مو یی په ورته میلمستیا، دیلوماسی او چال له منځه وړلی شوای. ددی فرصت د له منڅه وړلو ملامت او سلامت هیوادوالو ته څرګند دی چی نه غواړم بحث پری وکړم
.
له بده مرغه د غلط سیاست او غلطو پریکړو وروسته افغانستان له کرونایی لښکرو سره جګړه پیل کړې او ښکر په ښکر دی، خو اوس پوښتنه دا ده چې زمونږ د لومړی، دویمې، او دریمې کرښی او هم استخباراتی سیستم وضعیت څنګه دی؟ ایا زمونږ لومړی کرښه ټینګه ده او که نه؟ روغتونونه مو دی ته اماده دی چی د جګړی د ولسی ټپیانو (په کوویډ-۱۹ اخته ناروغه ) درملنه وکړی ؟ ایا د لمړی کرښی عسکر(روغتیایی کارمندان) مو هغه تجهیزات او دفاعی توکی لری چی د کرونایی لښکرو څخه لمړی خپل څان او بیا ولس وژغوری؟ د څان ژغورنی وسایل به څوک ورکوی؟ زما د معلوماتو په اساس زمونږ د جنګ لمړی کرښه ماتیدونکې ده. تراوسه مو د لمړی کرښی د شهیدانو (مړه شوی روغتیایی کارمندان) او ټپیانو (په وایرس ککړ روغتیایی کارمندان) شمیر کم او د اداری وړ دی، که خدای ج مکړه د لومړی کرښی د عسکرو مرګ د دفاعی او تعرضی توکو له امله ډیر زیا ت شی، نو په تش لاس به د یوه سرکشه لښکر سره ورته جګړه ګرانه شی ممکن په شا راوګرځی او یا وتښتی، نو په دغه حالت کې به بیا جنګ په چا کوو؟ ایا داسی څوک شته چی د جنګ د لمړی کرښو د عسکرو مورال لوړ کړی، هغوی ته په مادی او معنوی امتیازاتو قایل شی، او یا حد اقل تشویق یی کړی؟ که دی پوښتنو ته مناسب څوابونه پیدا نه شی له بشری ناورین سره مخکېدا له امکان څخه لیری نه ده.
که خدای مه کړه د جګړی لمړی کرښه ماته شی نو ایا د جګړی اصلی رهبران او قومندانان ددی تخمین کولای شی چی د جګړی د لمړی کرښی څومره عسکر به هیواد له ننګ او ناموس نه قربان شی؟ د خط له ماتیدو وروسته به بی رحمه کرونایی لښکر زمونږ ولسونه قتل عام نه کړی؟ که خدای مکړه داسی وشی، نو په ناندریو اوجګړو بوخت سیاسیون او مشران به تاریخ څنګه یادوی؟ زما په اند د هیواد په تاریخ کې به دا جمله زیاته شی چی د افغانستان بچی دومره بی رحمه او بی اتفاقه وه چی د کرونا دنړیوالی جګړی پرمهال یی هم په الله اکبر دیو او بل تنی سوری، سرونه غوڅ، او وژل. نه دا چی په جنګ کې ښکېل به یی وژل بلکه په بی ګناه ولسی خلکو به یی هم صرفه ن کوله. په خپل ولس یی زره رحم هم نه درلود،له قصده یی په کرونایی لښکرو هم تباه کړل.
وړاندیزونه:
افغانستان هم د چینایانو او کوریایانو په ډول جګړه مهارولی او حتی ګټلی شی که مونږ لاندی وړاندیزونو درک او هم غور پری وکړو:
- دکرونایی لښکر سر په ټولو دی، دین او مذهب، جغرافیه، غټ او وړوکی، ښځه اونر، ملا او امی، غریب او موړ نه پیژنی، ټول ناروغه او یا وژلی شی. راځی ټول سره یو شو او په ګډه ورسره مبارزه وکړو.
- سیاست د ارهټ منګوټی دی اوړی او راوړی، کله سیاسی واک کې غزنوی، کله ابدالی، کله سوشیالست، کله مجاهد اویا طالب او کله دیموکرات وی. که هرسیاسی ګوند پوری تړاو لرو خو یو مو دین، یو مو هیواد، او ټول ورونه یو سیاسی او نظریاتی اختلافات باید د کرونا وایرس له کنترول څخه لیری کړو، که له د هرسیاسی ګوند (دولت یا طالب)، هری ژبی ویونکی، او یا دهری سیمی اوسیدونکی یو، راځی د بشر له دښمن سره په ګډه جکړه وکړو، ترڅو بری ترلاسه کړو. که یو نه شو ټول خرابیږو او زیانمنیږو.
- .راځی د کرونایی جنګ د لمړی کرښی عسکر (روغتیایی کارمندان) که د هیواد په هره برخه کې وی مجهز، تشویق او هم یی په دفاعی او تعرضی وسلو سمبال کړو ترڅو دښمن مات او مونږ په امن شو.
- ولس باید له استخباراتو (د کرونا له سرویلانس سیستم) سره د هیواد په هره برخه کې مرسته وکړی ، هرچیری چی ددښمن حامی (د کرونا ناروغ) وینی،استخباراتو ته خبر ورکړی ترڅو ناروغ تری خلاص او دښمن له منځه لاړ شی.
- ولسونه باید د کرونایی لښکرو د زیاتوالی او خپراوی مخه ډب کړی، په کورونو کې کمین ونیسی؛ راټول نه شی څکه دښمن یی په اسانه هدف ګزځولای شی او هم له دوی څخه نوروته ورتللای شی؛ ګرځیدا کمه کړی؛ لاسونه له صابونی ګرنیډونو سره اشنا کړی، او هم خوله او پوزه چی دښمن په اسانه ورادخلیږی په دسمال پټه کړی.
و من الله توفیق
د لیکوال په اړه:
ډاکتر ورېښمین سباوون د عامې روغتیا په برخه کې د جاپان د توکیو له پوهنتون څخه دوکتورا اخیستې او اوس د جاپان له توکیو پوهنتون سره ریسرچ اسوسیټ دی.
ډاکتر سباوون یوه موده په افغانستان کې د اپیدیمیولوجست په توګه کار کړی او اوس هم په همدې برخه کې همکاري کوي.