تاند، دوشنبه، د حمل ۲۵مه: د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، هڅه کوي په افغانستان کې هم د کورونا د مخنیوي د هڅو بریالي کولو لپاره د یمن په څېر بشردوستانه اوربند اعلان شي.

نوموړي دا خبره د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په یو تلیفوني تماس کې کړې او هغه ته یې ویلي چې د یمن په څېر دې ایران په افغانستان کې هم د اوربند لپاره هڅه وکړي.

د انتونیو ګوتریش په خبره په یمن کې د ملګرو ملتونو د هڅو په بدل کې اوربند وشو، خو اوس دوی په افغانستان کې هم دغسې یو اوربند ته د رسېدو هڅه کوي: (( ملګري ملتونه افغانستان کې سوله غواړي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.))

د ګوتریش په خبره په افغانستان کې د روانې جګړې حل یوازې د خبرو له لیارې په سیاسي حل کې نغښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر هم له جواد ظریف سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

حنیف اتمر تر دې وړاندې پر ملګرو ملتونو، اسلامي سازمان او هیوادونو غږ کړی و چې افغانستان کې دې اوربند لپاره هڅې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *