ژباړه: خیبر حیات
ته ممکن د خپلو هیلو د پوره کوونکي هیواد یا پوهنتون څخه د شمولیت خط د ترلاسه کولو وروسته ډیرې زیاتې خوښۍ تجربه کړې. وروسته له هرڅه, تا تل غوښتل چې په بهر کې د زده کړې لپاره څیړنه وکړې او نوي څیزونه په کې تجربه کړې.
دلته, مونږ په بهر کې د زده کړو لپاره ګټورې مشورې له تاسې سره شریکوو.
* د بهرنیو زده کوونکو کلپ پیدا او ورسره یو ځای شه
نوي چاپیریال ته د ورتګ لپاره تاته تر ټولو غوره او اسانه لار داده چې, د هغه خلکو په لټه کې واوسې چې ورته حالت یې درلودل او یا همداسې حالتو کې تللي وو. د نوې ژبې د زده کړې او تمرین لپاره یو کورس ته مراجعه وکړه او خپل د ژبې مهارت او کره والي ته پرمختګ ورکړه.
* د هرچا د دودیزو مسایلو د لمانځلو لپاره میلې جوړې کړئ
د خپلو ټولګیوالو د بیلابیلو مسایلو د لمانځلو لپاره لوبې جوړې کړی, یو بل دعوت کړی او خپل علمي تجارب سره شریک کړی.
تاسې کولای شئ چې د خپلو ټولګیوالو دودیز خواړه په یوې لویې مجمې کې سره یوځای کړی یا د هرې اونۍ په پای کې د ملګرو سره د شپې یوځای کیږی او د یو بل په خوښه فلمونه وګورئ او پخپل منځو کې مینه وویشئ.
* ځايي ټولګیوال مو پیدا او د ژبې د لا ښې زده کړې او د نورو کورسونو په اړه ترې مالومات واخلئ
له دې به نور ستونزمن څه نه وي چې نوي پوهنتون ته ځئ, یو نوی چاپیریال تجربه کوئ او هڅه وکړئ چې په داسې ژبه زده کړې وکړئ چې ورسره لوی شوي نه یاست.
د خپل ذوقي څیزونو اړوند د هغه ټولګیوال څخه وپوښتئ چې په انګلیسي پوهیږي او هلته بلد وي, ترڅو د کافي شاپ, رسټورانټو,کتابتونو,موزیمونو او نور څیزونو په پلټلو کې درسره مرسته وکړي.
نوموړې چاره به د ځایونو په موندلو کې په ډیرې اسانۍ او ساده ډول درسره مرسته وکړي او یوه پخه تجربه به درته وشي. له دې مه ویریږه چې ته یو چینایي یي او د خپل ټولګي د یو فعال امریکایي کس څخه د مرستې غوښتنه کوې ترڅو تاسره د ټولګي څخه بهر لوستولو کې او هغه برخو کې چې ته کمزوری یې مرسته وکړي.
* د جلا وطنۍ د درد زغملو ته چمتو اوسه
بهر کې زده کړې کول د ډیری زده کوونکو/محصلینو لپاره سخته پریکړه ده. په بل هیواد کې د ډیر وخت لپاره اوسیدل او هلته نه بلدتیا او د وطن څخه د بیلوالي احساسات تجربه کول غیرمعمولي نه دي.
د رخصتیو او دودیزو مسایلو د لمانځلو په پار د خپلو هیوادوالو او ملګرو سره یوځای اوسیدل یا د میاشتنۍ خوړو په کوربه توب او یوځای والي سره خپلې خفه ورځې ښې تیرولی شئ.
* د مکتب/پوهنتون په هر راز مسایلو کې ډیر فعال اوسه
د نوي هیواد څخه ګټه واخله او ښې ډیرې اړیکې او ملګرتیا جوړه کړه. هڅه وکړه چې د نویو دودونو د هرې وړې تجربې او ستونزو څخه ډیر څه زده کړې.
د پوهنتون په مسایلو کې فعاله برخه اخیستنه او همغږي درلودل مو د علم او مهارتونو په پراخوالي کې ډیره مرسته کوي.
* سالمو مسایلو کې د خپلې ښکیلتیا څخه مه ویریږه
ویره دې د ډیرو خوښیو د فرصتونو له پلټلو څخه محروموي. د خپل شاوخوا خلکو او ځایونو سره مصروفیدل او همدا راز پخپل ځان فشار راوړل او تحقیق کول د زده کړې د غوره لارو څخه دي.
که د محصلۍ ویزه دې اجازه درکوي نیمه ورځ کار پیدا کړه یا په بیلا بیلو سازمانو کې رضاکار اوسه, د لوبې لپاره د ورزشي لوبو کلپونه پیدا او له نورو ټیمو سره سیالي وکړه یا دې د ملګرو سره د اونۍ په رخصتیو کې د زده کړه ییز هیواد نورو سیمو ته په چکر لاړ شه او تحقیق وکړه.