تاند، دوشنبه، د حمل ۲۵مه: د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب نن د عامه ساتنې د تصدۍ ریاست څوکۍ ته د جنرال خوشال سعادت د معرفۍ مراسمو کې ویلي چې له دې وروسته باید د لویو پروژو ساتنې ته د بهرنیو امنیتي کمپنیو اړتیا پېښه نشي.
ښاغلي محب د دغې تصدۍ د خودکفايي او عوایدو د زیاتېدو ستاینه کړې خو زیاته کړې یې ده دا هر څه کافي نه دي بلکې اړتیا ده چې د عامه شتمنیو د ساتنې دا تصدي په نړیوالو معیارونو برابره شي: (( دا تصدي باید نوره په ملي پروژو کې په نړیوالو او خصوصي امنیتي کمپنیو د دولت اتکا ختمه کړي.))
خوشال سعادت چې له څلورو میاشتو راهیسې د کورنیو چارو وزارت له ارشد امنیتي معینیت څخه لرې شوی دی، په اړه یې ټولنیزو رسنیو کې دغه بست باندې ګڼ بحثونه روان دي.
خوشال سعادت چې د ځانګړي ځواک په برخه کې یې په بریټانیا کې د دغه هیواد ملي نظامي اکاډمي لوستې د افغانستان د ځانګړو پولیسو قومندان هم تېر شوی دی.
د افغانستان د ملت د پاره ښه خبر دی ، جنرال سعادت ته صحت او موفقیتونه غواړو .د امنیتی او دفاعی قوتونود ښی رهبری او لا زیاتو کامیابیو په هیله