تاند، دوشنبه، د حمل ۲۵مه: د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۲۸ ولایتونو کې د  شدیدو بارانونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری  ورکړی دی.

 د دغې ادارې لخوا تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن دوشنبه او سبا سه شنبه په کابل، هرات، بادغیس، فراه، غور، ‌دایکندي، ارزگان، فاریاب، جوزجان او سرپل کې سخت بارانونه کېږي.

همدا راز بلخ، بامیان، سمنگان، کندوز، تخار، بدخشان، پنجشیر، میدان‌وردک، غزني، لغمان، کاپیسا او  پروان سالنګونه هغه سیمې یادې شوې دي چې سخت سیلابونه به په کې راووځي.

 دغه اداره وايي، احتمال شته چې په ننگرهار، خوست، پکتیا، لوگر، کونړ او نورستان هم نن او سبا ته سیلابونه راووځي.

د وړاندوینې له مخې په هیواد کې نن او سبا د ۲۰ څخه تر ۴۰ میليمترو پورې د باران ورېدنې احتمالات شته.

 .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *