تاند، سه شنبه، د حمل ۲۶مه: د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا په نوم د څېړنیز مرکز غړی بروس هافمن خبرداری ورکړی چې د طالبانو او امریکا هوکړه به په سویلي اسیا کې تیاره خوره کړي.

نوموړي د امریکا غږ انګلیسي څانګې سره په مرکه کې ویلي، دغه تړون سویلي اسیا د تاریکۍ پر رول روانه کړې ده او ورسره به القاعده ډله بېرته په سیمه او افغانستان کې وده وکړي.

ښاغلی هافمن د سولې په پروسه کې د طالبانو په ژمنو شکمن دی او وايي، طالبان د امریکا له دې غوښتنې د ځان په ګټه استفاده کوي چې وايي، افغانستان کې جګړه ختمول غواړي او خپل سرتېري باسي.

نوموړي په افغانستان کې د داعش د خراسان مشر اسلم فاروقي نیونه مهمه بللې خو وايي، متاسفانه داعش، القاعده او طالبان په جګړه کې د خپلو مشرانو بایللو ته چمتو دي او ځایناستې برنامې هم ورته لري.

ښاغلی بروسمن دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د امریکا او طالبانو د تړون یوه نیمه میاشت پوره کېدونکې ده چې له مخې یې طالبانو پر امریکایانو یو برید هم نه دی کړی خو پر افغان ځواکونو یې تر دې دمه له ۲ زرو څخه زیات بریدونه کړي دي.

تازه د دغې ډلې منشور هم تاند ته رسېدلی دی چې غواړي ژر تر ژره په افغانستان کې خپل اسلامي امارت حاکم کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *