م.ش.هوتک مینه وال

کلمې د ژبي د بدن بندونه دي، چي ورباندي د جملې غړی جوړېږي؛ خو له بده مرغه ځیني پښتو پوهان د پښتو ژبي دا خوږې او درنې کلمې (بندونه) سمې نه کاروي او د ژبي دغه بندونه سره کاږي، چي یو د دغو بندونو څخه نښه او نخښه کلمې دي، چي هره یوه ځانته جلا مانا او کارونه لري. نښه په انگریزي ژبه د (Mark)علامت، (Token) یادگاري او(Target) هدف په مانا راځي، چي د (Mark) فاعل نښه کوونکئ، د (Token) فاعل نښه ورکوونکئ په عامه اصطلاح (یار، انډيوال، ملګری) او د (Target) فاعل نښه ویشتونکی نومیږي. د پښتو ژبي په جملو کي دغه کلمه په دې ډول کارېږي لکه: ۱- ما د امتحان ځای نښه کړی دی. ۲- دا دسمال زما سره زما و ستا د یارۍ نښه ده. ۳- زما نښه د دښمن پوسته ده. پاته سوه نخښه، چي په انگریزي ژبه ئې (Symbol) بولي او د هغو نښو په مانا کارول کیږي، چي لنډې سوي وي لکه، د املا و انشاء لیک نخښي، یا لکه د برق د خطر نخښي یا لکه: د ترافیکو اشارې، چي د خلکو، موټروانانو د لارښووني دپاره پر سړکونو لگیدلي وي دغو ټولو ته په ټولیز ډول نخښې وايي، چي څانگو ته ئې د هر مرکز اړوند نوم ټاکل کيږي لکه: املايي نخښې، ترافیکي نخښې، اشاري نخښې…؛ خو د پښتو ځیني ژبپوهان او ځیني لیکوالان په شعوري او غیر شعوري ډول دې ټولو ته دغه یوه کلمه (نښه) کاروي.

م.ش.هوتک مینه وال
د مزاري ښار۲۴/۱/۱۳۹۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *