تاند(سې شنبه، د حمل ۲۶) وسله وال طالبان وايي، هغه منشور چې پرون د تاند په شمول رسنیو د طالبانو د نوي اساسي قانون په نوم خپور کړ، د طالبانو د واکمنۍ په مهال چمتو شوی و.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي، پرون ځینو رسنیو د څو مادو پاڼې خپرې کړې او ادعا وشوه چې دا د اسلامي امارت منشور دی.

«موږ دا راپور او پاڼې ردوو، اسلامي امارت د خپل بشپړ کنټرول او واکمنۍ په مهال د اسلامي امارت دستور په نوم اساسي قانون درلود چې تر پایه نهايي او توشیح نه شو.»

طالبانو په ۱۹۹۶ م کال کابل ونیوه او شپږ کاله یې د افغانستان اکثره برخې په کنترول کې لرلې.

پرون یوې دولتي سرچینې تاند ته د افغانستان د اسلامي امارت د منشور په نوم پاڼې وسپارلې او ويې ویل چې دا د طالبانو نوی اساسي قانون دی.

د افغانستان د حکومت دې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، تاند ته وویل کره اسناد شته چې ښيي د طالبانو لپاره دا قانون په راولپنډۍ کې جوړ شوی دی. (نو تفصیل)

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې پر افغانستان د امریکا له یرغله وروسته د دوی ډله یوازې «جهادي لایحه» لري او بېلابېل کمیسیونونه لوایح او تګلارې لري چې «جهادي او ملکي» چارې تنظیموي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې د طالبانو د اساسي قانون یا منشور په نوم پاڼې د دوی له تحریک سره هیڅ تړاو نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *