تاند، سه شنبه، د حمل ۲۶مه: په کابل کې د کورونا مخنیوي لپاره د ماسکونو او محافظتي کالیو د تولید لومړۍ فابریکې سه شنبه په کار پېل وکړ.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ددغې فابریکې پرانیسته وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت په ملاتړ د خصوصي سکتور لخوا جوړه شوې ده.
دا په کابل کې د ماسکونو او محافظتي کالیو د تولید لومړۍ فابریکه ده چې هره ورځ بخ لس زره محافظتي کیټونه تولیدوي.
د عامې روغتیا وزیر په وینا، دا فابریکه د سپیډ هلوګرام شرکت په مرسته رامنځته شوې او د هر محافظتي کيټ قراردادي بیه یې ۵ ډالره ده په داسې حال کې چې په نړیوال بازار کې د ورته کیفیت محافظتي کیټونو بیه ۶۰ ډالره ده.
د عامې روغتیا وزیر وایي، افغانستان اوسمهال له یو ملیون څخه ډيرو محافظتي کیټونو ته اړتیا لري، چې ددې فابریکې په تولیداتو سره به ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰ ملیونه ډالر وسپموي.
ښاغلي فیروز د فابریکې د پرانیستې پرمهال وویل، د نړۍ په بازارونو کې د محافظتي کیټونو او ماسکونو ډيریدونکي نرخ په پام کې نیولو سره ددې فابریکې رامنځته کول به افغانستان سره د محافظتي کڅوړو په چمتو کولو کې خورا مرسته وکړي.
د فیروز په وینا، په کورونا اخته هېوادونو کې شاوخوا ۱۰ سلنه روغتیایي کارکوونکي په (کوویډ-۱۹) اخته دي، نو د طبي کارمندانو د ساتنې لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي.
له دې وړاندې پر روغتیا وزارت نیوکه وه چې د کورونا تداوي کوونکو ډاکټرانو او کارمندانو لپاره اړین وسایل، لکه ماسکونه، دستکشې، حفاظتي کیټونه او داسې نور توکي نه لري.
د یلدونې ده چې په هېواد کې پر کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ تنو ته رسیږي چې له مخې یې ۲۳ کسان مړه شوي او ۴۰ بیرته روغ شوي دي، دغه راز د هرات روغتیایي چارواکي دغه ولایت کې د ناروغانو روغتیایي حالت ۹۰سلنه مخ پر ښه کېدو بولي.