تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۷مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، په افغانستان کې اوس مهال د القاعده ډلې یوازې څو سوه جنګیالي پاتې دي.
پمپیو له ایم ایس او راډیو سره په مرکه کې ویلي، اوسمهال په افغانستان کې د القاعده د جنګیالیو شمېر له سلګونو څخه نه اوړي.
نووړي ویلي، امریکا چې د کوم هدف لپاره جنګي ماموریت پیل کړی و، هغه د القاعده ډلې ماتې وه او دا هدف یې پوره شوی دی.
پمپیو ویلي، اوس امریکا په افغانستان او عراق کې د خپلو لسګونه سرتېرو له ځای پر ځای کولو پرته هم خپله ساتنه کولی شي.
نوموړي زیاته کړې، امریکا طالبانو ته ویلي وو چې د القاعده ډلې ملګرتوب پرېږدي او اوس دا کار شونی شوی دی: (( خو اوس هم ګواښونه شته، اوس هم داسې خلک شته چې د امریکا ګټو ته زیان رسولی شي.))
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه هوکړه وکړه چې واشنګټن به خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي او طالبان به د القاعده او نورو ډلو پر وړاندې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره جګړه مخته وړي.
طالبانو امریکا ته ډاډ ورکړی دی چې دغه هیواد ته به له افغانستان څخه هیڅ تاوان ونه رسېږي.
ښاغلیه پمپیو د تاسو فرموده نظر د تاسو سوابقو ته په اسانی سره د منلو ندی او همدارنګه د تاسو چټل سیاست په جهان کښي په تکراری سره څرګنده کړیدی چی کوم مملکت ته د تاسو یرغل د تاسو شومو هدفونو لپاره پلان کښي وی نو ددی عملی کولو لپاره همیش وحشی ډلی د ډالرو او سلاح په زور ایجاد کوۍ او بیا تاسو د خپلو ایجاد شوو وحشیانو د امریکا لپاره د خطر شعار لاندی بی رحمانه یرغل کوۍ اوددی ممالکو ملتونه په بی رحمانه شکل سره تباه کوۍ او دا ممالک د کاملی انارشی سره مخامخ کوۍ او د تاسو پلان سره خپل روزل شوی ډلګۍ په قدرت راولۍ د تاسو دا غیری انسانی اعمال او کردار په افغانستان ، عراق او لیبیا کښي ډیر واضح لیده کیږی!!!! د خامو موادو غلا او خپل نفوذ لپاره هم امریکا او هم روسیه د مختلفو فریبو څخه کار اخیستۍ او اخلی ، نه امریکا او نه روسیه ته بین المللی شرائيطو سره اجازه لری چی ځانو لپاره د استعمار لاری خلاصی کړی اوسیمو کښي د خپلو ګټو په خاطر انارشی رامینځ ته کړی ، تاسی د افغان غیرتی ملت جهادڅخه د پنجابی پاکستان په ملاتړ ډیره خائينه سوء استفاده وکړه ، د تاسو او پاکستان په وسیله مو مصنوعی تنظیمونه د تفریقی لپاره په اساس د ژبانی ، سمتی او مذهبی تفریقو اچولو لپاره روی کار کړل بیا تاسو دا وحشیان په کابل خوشی کړل اوددوی وحشت جهان ته ډیر ښه تمثیل شو او تاسو ددی فجایع څخه لذت اخیسته ، تاسی بیا ددیموکراسی فریبی لکۍ ونوله ( او د افغانانو د سلاح جمع کولو پروګرام ابتکار مو تر پښو لاندی کړ ) او تاسی بیا بل ډول جاهل وحشیان په افغانستان خوشی کړل او دوی ته مو د ډالرو او سلاح ګانو باران شروع کړ ، دی جاهلو وحشیانو ( پنجابی طالبان ) دتاسو ډالرو په مرسته ددی قاتلو تنظيمونو قوماندانان خریداری کول لنډه داچی دوی تاسی ډیر ژر بریالی کړل اوددوی تام وحشت هم جهان ته څرګند شو ، بن لادین د تاسو اعتمادی شخص وو او هغه ابتدا کښي مسلسل سفرونه پاکستان ته د سعودی چټل رژیم شهزادګانو په نوبت سره ملتیا درلوده او دتاسو تربیه شوۍ جاسوس خلیلزاد په پاکستان کښي مسلسل رفت و آمد درلود او د پنجابی پاکستان جاسوسی دستګاه سره مټ په مټ د افغانستان راتلوونکی تباهی لپاره مشغول وو ، وروسته بیا تاسی ددیموکراسی او دامریکا خطر شعار لاندی خپل روزل شوی پسی واخیستل او ۲۰۰۱ کال کښي تاسی په افغان غیرتی ملت اوږو باندی دا رنګا رنګ قاتل تنظیمونه ، کمونستان او د تاسو امریکا او اروپا ( دوی هم تاسو له خوا) کښي مستقیمآ روزل شوی غلامان د ملت په اوږو سپاره کړل او د تاسو فجایع له خاطره نه یوازی چی د اروپائي ممالکو نسبی دیموکراسی مو تر پښو لاندی کړه بلکه افغان ملت تاسی لا تباه او د غربت سر مخامخ کړ او اوس پدی تلاش کښي یاستۍ چی څنګه خپل غلامان متحد سره وساتۍ نو د فریبی او شیطانی ً همه شمول حکومت ٍ امر مو کړۍ دی یعنی تاسی دا ټول قاتلان چی په ډالرو مو ملیونران کړی دی غواړۍ چی د تاسو کثیفو هدفو لپاره د افغان ملت نمائيدګان او هم ددوی اولادونه مشران دملت له خوا ومنل شی
ښاغلیه پمپيو افغان ملت نه د انګلیس او نه د شوروی او نه د تاسو غلامی منی که تاسی د هر ډول فریبیو څخه نوره هم استفاده وکړۍ ، افغانان بیداره شویدی د تاسو هر چټل قدم ډیر په دقت سره تعقیبوی افغان ملت هم په دوستی کښي وفاداره دی او هم په جبری دوښمنی کښي ، د تاسو لپاره زیاتره ښه تره دا دی چی افغان غیرتی ملت سره صادقانه دوستی شروع کړۍاو ملت پریږدۍ چی خپل سرنوشت خپله وټاکی !!!! ختم
د افغانستان ملت چه هرڅوک وژنی هغه د افغانستان د خلکو قاتل او تروریست دی ، دا که طالب په لباس کی وی ، که دلشکر طیبه ګروپ وی ، که د حقانی ډله وی او که القاعده وی ، قاتل ، قاتل دی ، تروریست ، تروریست دی ، ښه او بد نلری ، چه څوک بی ګناه انسانان وژنی او یا یی د ټوپک په زور تر خپل حاکمیت لاندی ساتی دا تروریستان دی ، فرق نلری که د
پاکستان د ګټو د پاره کار کوی او یا د امریکا ګټی خوندی ساتی ، خو چه په افغانستان کی افغان وژنه کوی موږ یی د تروریستانو په نامه پیژنو او بس .لنډه ده چه په افغان ملت باندی ددغه تروریستانو په مقابل کی مبارزه او مقاومت او د خپل حریم دفاع فرض ده ،