تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۷مه: د افغانستان په کچه لومړي ځل لپاره په دوه چارواکو کې هم د کورونا وایرس د مثبت تشخیص خبرونه ورکول شوي دي.
دغه دوه چارواکو څخه یو یې د کابل د والي اجتماعي مرستیاله او بل یې د بامیانو د هوايي ډګر افغان پوځي منصبدار دی.

د کابل د والي ویاند ناصر مهري تاند ته وویل، د کورونا پر ضد ولایتي کمېسیون غړې او د والي مرستیاله حنیفه ګیرووال اوسمهال قرنطین ده او
په ټولنیزو چارو کې د کابل د والي مرستیاله او له کرونا وباء سره د مبارزې د کمیسیون غړې حنیفه ګیرووال هم په کرونا اخته او قرنطین شوه: (( اغلې ګیرووال چې کله د کورونا نښې نښانې په ځان کې وکتلې روغتون ته ولاړه، اوس په کور کې قرنطین ده او روغتیايي وضعیت یې د تشویش وړ نه دی.))

ښاغلی مهري ټینګار کوي، چې د آغلې ګیرو وال درملنه روانه ده او په نیږدې وخت کې به یې دوهم ځلي روغتیايي پلټنې هم ترسره شي.

بلخوا د بامیاننو د والي منشي عبدالله انوري خبر ورکړی چې د ولایتي هوايي ډګر په یو منصبدار کې هم کورونا تثبیت شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په کرونا مرض اخته شوی د هوايي ډګر دغه پوځي منصبدار د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په دې وروستیو کې کابل ته د پوځي زده کړو لپاره تللی و: ((د هوايي ډګر دغه پوځي منصبدار غوښتل د ځمکې له لارې بامیان ولایت ته راننوزي؛ خو ولایت ته په راننوتلو د روغتیايي ټیمونو لخوا تر معایناتو وروسته پيژندل شوی دی.))

د انوري په خبره دغه ناروغ پوځي منصبدار دامهال د بامیانو ولایتي روغتون په تجریدي برخه کې قرنطین او تر درملنې لاندې نیول شوی، چې روغتیايي وضعیت یې ښه دی؛ خو د هغه هویت یې او نور معلومات یې رسنیو ته په واک کې نه دي ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د کرونا ناروغۍ ۷۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۵ مثبتې پېښې یوازې په بامیان ولایت کې تشخیص شوي دي، په دې لړ کې تراوسه ۴۰ تنه تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي او ۲۳ تنه نور بیا مړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *