تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۷مه: په هرات ولایت کې د ولسمشر په امر د قرنطین مودې د دوه اوونۍ غځېدو سره م د کورونا له کبله د لوږې راپورته شوي بحران د کابو کولو په نیت د خوړو بانک جوړ شوی دی.

دغه بانک د والي وحید قتالي او سوداګرۍ خونې په ګډ نوښت جوړشو چې د غذايي توکو لسګونه زره بستې په کې اړمنو کسانو ته خوندي کړای شوې دي تر څو یې د اړتیا په وخت کې پرې وویشي.

د هرات د سوداګرۍ خونې رئیس یونس قاضي زاده وايي، دا بانک د درې سوه زره ډالرو په ارزښت د سوداګرو لخوا جوړ شوی چې تر اوسه یې درې زره بستې خواړه او غذايي توکي په بې وزلو ویشلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د هرات چارواکو ته امر کړی چې د دې ښار قرنطین موده وغځوي.

ولسمشر همدا راز په دغه ولایت کې د خوړو د بانک رامنځته کول ستایلي دي.
دمګړۍ هرات په افغانستان کې د کورونا تر ټولو ډېر۳۰۶ ناروغان لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *