محمد خالد موسی زی (په لندن کې افغان محصل)
زه تاسې ته دا لیک استوم چې له هغو اقداماتو مو خبر کړم چې موږ یې له کورونا واېرس سره د مبارزې لپاره کوو.
په تېرو څو اونیو کې په دې هېواد کې د خلکو په ورځني ژوند کې ډراماتیک بدلون راغلی.
موږ به نه یوازې پر اقتصاد د کورونا واېراس د ژور اغیز شاهدان یو، بلکې دا وېروس به زموږ نږدې کسان او ټولنې هم اغېزمن کړي.
زه هغه ستونزې ښې درک کولی شم چې د دې وېروس له امله ستاسې ژوند، کاروبار او دندې ورسره مخامخ کیږي. خو هغه اقدام چې موږ کړی د یوه ساده دلیل له مخې بالکل ضروري وو.
که یو زیات شمېر خلک په یوه وخت کې سخت ناروغان شي نو د روغتیا ملي اداره به ونه شي کولی چې له داسې یوه حالت سره مقابله وکړي. داسې یو حالت به د ډېرو د ژوند په بیه تمام شي. موږ باید د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسو او د امکان تر حده د ډېرو خلکو ژوند ژغورلو لپاره باید د هغو کسانو شمېر را کم کړو چې روغتون کې درملنې ته اړتیا ولري.
له همدې امله موږ ټولو ته یوازې دا یوه ساده لارښوونه کوو: باید کور کې پاتې شئ.
له خپلو ملګرو او هغو کسانو سره باید له کتلو ډډه وکړئ چې له تاسې سره یوه کور کې نه اوسېږي. تاسې کولی شئ یوازې د محدودو موخو لپاره له خپلو کورونو راووځئ، لکه د خوراکي توکو او درملو د رانیولو او یا په ورځ کې یو ځل د ورزش لپاره او یا روغتیايي مرکزونو ته د تګ لپاره. دغه راز کولی شئ دندې ته تګ راتګ وکړئ خو که کولی شئ نو باید له کوره کاره وکړئ.
له چې له کوره ووځئ نو باید د امکان تر حده له نورو کسانو دوه متره فاصله وساتئ.
دا اصول باید مراعات شي. که څوک له دې اصولو سرغړونه کوي پولیس به یې جریمه کړي او په یوه ځای کې راټول خلک به سره جلا کړي.
پوهېږم چې ستاسې په منځ کې یو زیات شمېر کسان به پر دوی او د دوی پر کورنۍ د مالي اغیز په اړه ژوره اندېښنه ولري.موږ به ستاسې د مرستې لپاره د اړتیا سره سم اقدامات وکړو چې تاسې وکولی شئ خپلې مالي ستونزې هوارې کړئ او په دسترخوان مو خواړه پیداشي.
له دې لیک سره تاسې ته یوه ضمیمه هم استوم چې د شته ملاتړ او د هغو لارښوونو په اړه تاسې ته معلومات درکوي چې تاسې یې باید عملي کړي. د وروستیو سپارښتنو په اړه لازیات معلومات له دې ادرسه تر لاسه کولی شئ.
gov.uk/coronavirus
له پيله موږ هڅه کړې چې په سم وخت کې سم ګامونه واخستل شي. که ساینسي او طبي سپارښتنې له موږه نور اقدامات غواړي نو هیڅکله به دوه زړې نه شو.
زما لپاره دا ډېره مهمه ده چې باید له تاسې سره رښتینی اوسم. پوهیږو چې وضعیت به له ښه کېدو وړاندې نور هم خراب شي. خو مناسب چمتووالی لرو او څومره چې موږ وضعه شوي اصول مراعات کوو په هماغه اندازه به لږ ځاني تلفات ورکوو او په هماغه اندازه به ژر ژوند عادي حالت ته راوګرځي.
زه غواړم له ټولو هغو مننه وکړم چې له کورونا وېروس سره د مقابلې لپاره ډېر کار کوي په تېره زموږ د فوق العاده روغتیا ملي ادارې او د انګلنډ، سکاټلنډ، ویلز او شمالي ایرلنډ لر او بر کې د پاملرنې د مرکزونو کارکوونکي.
دا ډېر هڅوونکی دی چې ګورو زموږ ډاکټران ، نرسان او د پاملرنې د مرکزونو کارکوونکي د دې وخت د اړتیا پوره کولو لپاره کار کوي.
زرګونه تقاعد شوي ډاکټران او نرسان د روغتیا ملي ادارې ته بېرته را ستانه شوي دي او سلګونه زره داوطلب هېوادوال له زیانمنو کسانو سره د مرستې لپاره لاس په کار شوي دي. د بریتانیا د لوړې روحیې په لرلو سره به کورونا وېروس ته ماته ورکړو او موږ به په ګډه دې وېروس ته ماته ورکوو.
له همدې امله د ملي بیړني حالت په پام کې نیولو سره، زه تاسې هڅوم چې لطفا کور کې پاتې شئ، د روغتیا ملي اداره وساتئ او ژوند وژغورئ.
بوریس جانسن
د بریتانیا لومړی وزیر