تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۷مه: د فاریاب د روغتیا ریاست وايي، مسوولانو یې په پښتونکوټ کې د طالبانو له مشرانو سره د کورونا د مخنیوي په تړاو د ګډو هڅو لپاره غونډه کړې ده.

د فاریاب د عامې روغتیا رئيس نعیم مصمم وايي، د طالبانو له ځايي ولسوالانو سره یې تر دې دمه دوه ځله د ټیمونو لیدنه شوې ده: (( دا لیدنې د صحي شواراګانو په وساطت شوې دي، لومړۍ یې تېره اوونۍ وه دویمه لیدنه یې دوه ورځې وړاندې ترسره شوې ده چې ما پخپله په کې ګډون درلود.))

نوموړی وايي، په دې لیدنو کې د عامه پوهاوي، د مشکوکو ناروغانو پیژندګلوۍ، ضدعفوني موادو رسونه او د کورونا پر ضد د ولایتي کمېتې د پرېکړو عملي کولو لارو چارو باندې بحث شوی دی.

د ښاغلي مصمم په خبره په دې ناستو کې له دواړو لوریو یو ګډ روغتیايي پلاوی ټاکل شوی دی چې ۱۴ ولسوالیو کې يې له تېرې ورځې راهیسې کار پیل کړی دی: (( د طالبانو په سیمو کې به دوا پاشي له پنجشنبې پیل شي.))

د مصمم په خبره طالبانو ورسره هوکړه کړې ده چې تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې به هر ډول تجمعي مراسم ځنډوي.
بلخوا د فاریاب والي نقیب الله فایق په یو ټویټ کې د دې پریکړې هرکلی کړی دی او پر طالبانو یې د جګړې د درولو غږ کړی دی، خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي چې له حکومت سره به په فاریاب کې په ګډه د کورونا پر ضد کار کوي.

فاریاب کې تر دا مهاله د کورونا ۴ ناروغان پيژندل شوي ديچې له جملې یې یو روغ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *