طالب جانه سلامونه، رحمتونه او د پاک الله لورینې اوبرکتونه!

یومهال مې حکمتیارته لیک ولیکه چې یاره پام کوه، چې امریکا دې نیښونه وباسي، را ولي دې ، خوپام دې باید وي چې داسې به دې د پولۍ پړک ته کینوي چې په پاتي نیښونواوعاښونو به حلوا هم نه شې خوړلای…  نه به دین درپاتې وي اونه هم دنیا ! خودخوارملا په آذان څوک روژه هم نه ماتوي، دیوه استاد لیک به څه وي چې دي به پر هغه باندې خپل پام اوپاملرنه اچوي. په هرډول نوردهغه بحث یوې خواته پریږدو اوله تاسره هم غواړم دزړه وروستۍ خواله وکړم داسې چې: 

ګرانه ملاجانه، طالب جانه ! 

په یاد به وې چې څنګه دغه ملت په پټوسترګو اوله بدې ورځې  دروسي اوپاکستانی ایراني ملاتړو جهادیان په وړاندې ملاتړدرڅخه وکړ، د برښنا په شان یې ترکابله را ورسولې او پر دغه ګدۍ چې له میرویس خان او احمدخان ابدالي رامیراث شوې وه، کینولي، کابل چورشوی و، کله چې تا تشریف راووړ د ګندني له یوڅود کانوپرته نورهرڅه دویمې سقاوي چورکړي وو ښارډنګ ډوال ولاړو، داسې چې یوه خوا یې هم د اوسیدو نه وه،  ته راغلې ، موږ فکرکاوه چې بس نوربه ته وې اوجومات ، ته به وې اود ایماندارئ اوحق تدریس، ته به وې مدرسه به وي اومکتبونه، هغه چې دغه ملک دیوې پیړۍ په اوږدوکې دیوه ترقی غوښتونکي هیواد په توګه درلودل، ځکه یې دخدای اوژغورنې فرښته وبللې … خو لږ وخت تیرنه و، چې ته پرځان شوې اوخپل سازبازدې داسې چې ستا له ارادې دباندې و د نورو په اشاره پیل کړ، اخبارونه دې بندکړل، 

تلویزیونو ته دې سزا ورکړه ، دخبرو والاوو خولې دې وروتړلې، ښځې او نجونې دې په کورکینولې، عصري علوم دې بابیزه وبلل په یوویشتمه پیړۍ کې دې د دوولسمې اویوولسمه پیړۍ قوانین او زور زیاتي پرهم هغه توردګم ولاړ پیل کړل، دنړیوالوبشري قوانیوضد احکام دې پرته له دې چې زمانه په پام کې ونیسې چالان کړل. دهیواد هیواد پال اودپاکستان د سترګوخار ولس مشرډاکترنجیب الله ستا ترسیوري لاندې آی اس آی ستا په نامه، ستا په لاسودټولو نړیوالو حقوقي او اخلاقي قوانینوخلاف دملګرو ملتوپه پناه ځای کې شهید کړ. دآی اس آی په زوریوپه یو په سپیره پچه سپورشوې اونالیدلی خیالی کشمیردې ولیده کوم ته چې ورونه رسیدې … !  

   طالب جانه! 

  سمه ده امنیت دې راووست، جنګ سالاران دې لنډي ماران کړل او درنه وتښتیدل، بی ګناه هیوادوال چې په ښاروکې په لاس درغلل هغوی ته دې خپل قوانین وضع کړل، دخلکو په شخصیاتو کې ورننوتې ، د اریکنو په شیشودې د ږیرو کچې پیل کړې، حق الله اوحق العبد دواړه دې پرځان ختم کړل، په جوماتوکې داوبوسستم  چې نظارشورا اودوستمي لنډه غرو وران کړی و، اوبه نه وې، تا لمونځ کوونکو ته حاضرۍ واچولې،خلک حیران شول چې داډول نظام په کوم اسلامي هیواد کې روان دی چې موږ ترې بې برخې وواوتاسې له هغه ځایه درسره راووړ؟ ملاتړی مو پاکستان او ای اس آی ول، لږترلږه مو هغوی ته هم ونه کتل چې هغوی په خپل ملک کې څه کوي ؟ هغه کارونه چې تا دلته پیل کړل، ستا دغه لوی غدارملاتړ پاکستان هغه کړه دخپل هیواد له پاره غوښتل ؟ پرتایی اسلام تطبیقاوه اوخپله یې دنړیوالې دموکراسئ لنګه غوا لوشله اودهغه دڅارنې ذمی یې نړیوالو ته وهلې، پرتایې ښځې سنګسارولی اودوی دهیرامنډیی بدلمنوښځوته قانوني جوازونه ورکول  اوهغه یې په اسلامي پاکستان ؟ کې دترقۍ اوپرمختګ اودموکراسئ لاره بلله ؟ 

یاره ! د هیواد له پاره دې د جوړونې هیڅ ډول پروګرام نه درلود، په سیاست نه پوهیدې، له نړۍ سره دې اړیکي بند شول، ستا دنا خبرئ اوسرټمبګۍ په خاطرنړۍ بیا هم هغه تا لنډي کړي ماران جنګ سالار ترتا غوره وبلل، له هغوی سره یې اړیکي جوړول،او ډاډ یې ورکړ چې په تاسو (طالبانو) کې ددې هیواد دادارې اوسیاسي لارښونې ظرفیت نشته، دوی باید راتلونکي ته سترګې په لارشي لکه چې همداسې وشول، تا ږیرې سمولې اودقرآني ارشاداتو پرځای یوازې داستنجاپه ازموینواخته وې خوهغوی په نړیواله کچه سیاست کاوه، تاهم هغه زوړ کلاشنکوف ترتخرګ کړی و، اوهغوی ته له ایران،هند اوروسیې نوې نوې وسلې راتلې، جنګسالارانو اویا زره کابلیان ووژل، ټول ښاریې ړنګ کړ، هغوی هم دهمدغه پاکستان اوامریکا لاسپوڅي وو، خوهیچا ورته ونه ویل چې دوی مسلمانان نه دي اویایې کړه وړه غیراسلامي، دوی د غربیانوپه مټو افغانستان د بربادۍ کندې ته ورواچاوه، خو برعکس هغوی یې بیاهم ترتاسو وارث اوترتاسو د دې وطن د راتلونکي په ګټه وبلل، تا ته یی سرښوراوه، هغوی ته یې لاس ورکاوه، ته یې په خپل ټول صداقت سره بي فرهنګه، زوړپالی اوبنسټ پالي وبللې اودوی یې ترقي غوښتونکي، هیواد پال اوترتاسو دافغانستان اونړیوالې دموکراسئ په ګټه وبلل … 

خوږه طالب جانه! 

هغه ورځ دې هم په یاد ده چې ولی نعمت خونړۍ امریکا مو ۵۲ ډوله الوتکې یې درپسې مارش کړې، رڼا ورځ یې درباندې توره شپه کړه ، دګندني پردکان راغلي وې ، هم هغسې یې له هم هغه ګندني سره په منډو کړې، داسې چې نه پوهیدې په کومه ووځئ اوپه څه ډول ځان له ښارونو وباسې ، هیرخو به دې نه وې چې ستا مشران دغه چې اوس کله لنډې اوکله اوږدې ږیرې پریږدي ټول خریلي ږیرې وتښتیدل او ته یې ، ستا ورور یې دکابل په کوڅوکې دنظارشورا بدنامو لیوانو ته پریښودئ، له هرې کوڅې اومالته هم کابلیان چې تاسې ښه نه وو ورسره کړي درباندې راووتل، اوهغه ورځ یې دروښوده لکه چې تاسې بدنامې شورای نظار اوجنګسالارانو ته د تښتې پرمهال ورښودلې وه . کوڅې مو د ځوانانو په وینورنګ شوې ، دځوانوطالبانو جسدونه دکابل سپیوهم نه خوړل ، په شمالي کې موچې کوم تلفات ولیدل، په مزار شریف کې چې کومه غمیزه تاریخ رامنځ ته کړه ، د لیلې دښتې د وینو کانتینرونه اوسیلابونه دا ټول هغه څه وو چې ته یې باید دخپلې علطي پالسئ پایله وبولې، له تاسره پاکستان و، له تاسره ای اس آی و، اوس هم درسره دی، خوهغوی چې ستا دبرخلیک خواشینونکې پایله ولیده بیا یې پرمیدان پریښودې اودوی په خپله لاره ولاړل ، ددې ټولو بدمرغیو لامل څه و ؟ یوازې یو لامل یې درلود هغه داچې خلکو اوملت له تا ملاتړنه کاوه،هغوی له تاسره نه وو، ځکه چې تا دغه وطن ته دجوړونې کوم خاص پلان اودخدمت ژمنه نه درلوده. ستا لویه خطا په دې کې وه چې ځان دې د وطن په لوی اکثریت پورې وتاړه، په داسې حال کې چې هغه اکثریت په دې پوهیده چې ته دهمدغه اکثریت د دښمن (پاکستان ) په ملاتړاواشاره دغې لویې لوبې ته ګمارل شوې یې. پرتا ددې وطن دلوی اکثریت نوم بد شو، اوستا په ګناه یې دغلطو راپورونو اوشخصي عقدي پربنسټ په زرګونو لومړی ووژل، دویم یې بې عزته کړل ، دریم یې ګوانتاناموته واستول اوڅلورم یې ستا طالب او القاعدې ټاپه پرې ولګوله اوله هرڅه ، ښوونې او روزني ، اقتصادي اوټولنیزې ودې، مدني حقونواو نورو ټولوشونتیاوو اوآسانتیاوویې بې برخې کړل چې لړۍ تراوسه پورې روانه ده، ته اوس هم ښوونځی سیخې اومعلم په دارځړوې خو جنګ سالاران په زده کړو پسې لومړی خپل اولادونه،بیا خپله کورنۍ اوقام خارج ته استوي … تیرشل کلونه یې څرګنده بیلګه ده… 

خوږه طالبه جانه ! 

زه د ختیزدنامتونابغه،عالم اوپوهاند اکادیمسن علامه عبدالشکور رشاد نادان شاګرد یم، هغه چا چې له تایې ملاتړوکړاوله تاسره یې خپل یووالي یوازې په دې خاطراعلان کړچې تا په هیواد کې دشراوفساد ترخه اوتوره لړۍ چې دخدای ، اسلام اووطن بې عزتي یې وکړه پای ته ورسوله ، هغه په سپینه ږیره یوازې دهیواد د ژغورنې په خاطراوددې هیواد دملي اواسلامي نوامیسودخوندي ساتلو په خاطرددې هیواد دملي پالي ویښ زلمي اوروڼ اندې غورځنګ دغړي په توګه درسره یوځای شو، خو ته خبرېې چې ستا په ( دیره دون ملیټري کالج ) کې روزل شوي کمونست شوروي پلوه عباس خان (اوسنی ستانکزي ) په یوه علمي غونډه کې په ډیرې بې احترامئ سره پرده اودده په ملي غورځنګ (ویښ زلمیانو) باندې غیرعلمی اوغیراخلاقی تعرض وکړچې هغه یې هم په عام محضرکې  په ځواب کې وویل چې:« زه ویښ زلمي وم ، یم او وم به » هغه په دې نظرو چې وطن په ویښوزلمیانوودان نه شي په (ګوډ ملایی تفکرخو ګردسره نه ودانیږي …)

  هو، ستا په نامه دا ډول بې عزتۍ شوې ، دا تیروتنې شوې، ځکه خو اوس درته وایم ، درته لیکم چې که پرهغه خره سپورلکه چې وې هیواد ته راځې، باوروکړه چې داځل به (نه سره اوښان ووینې اونه ناصرخان ) دښمن اوس هم ستا هردم اوقدم څاري، که سیاست کوې، نوماکیاول صاحب ولوله، که سیاست کوې نوبیا لکه  سیدحمال الدین او موسې شفیق غوندې چې باوردی دوی ترتاسو لوی اسلامي مدهبی عالمان وو دسیاست میدان ته راګډ شئ اوشعوري سیاست وکړئ، هم پګړۍ وتړه اوهم دریشي واعونده، دوطن سیاست له یوچا زده کړه، دوطن په پوهانو، استادانو اوعالمانو پسې داریکین شیشې مه را اخله، داوطن یوتاریخي لرغوني اسلامي وطن دي، څوک داسلام له دایرې دلته دباندې نه شي تلای، ان هغوی چې تاسو کمونستان بلل باوروکړئ چې هغوی هم دخپل ځان اوخپلې کورنۍ له منځه اسلامی ارزښتونه لرې نه شوای کړای برعکس هغو ته یې ترتاسوښه احترام او درناوی دخپل اند وژوند د لومړیتوب په توګه منلی ول. لمونځ یې کاوه، قرآن زده و، مړي یې په اسلامي اصول ښځیدل، فاتحې په جوماتونوکې اخیستل کیدې ، جوماتونه یې جوړول …هیله من یم چې ړانده تبلیغات یوې خواته پریږدې  لاس دې خپل عوږ ته ور وړه ، په آوازو اوډنډورو پسې مه ځغله چې هم به ځان دخنداکړي اوهم به جهان درپورې خاندي… ! وخت دی چې ځان باید په علم اورښتیا اوعصرپه رمز پوه کړې … !!  

طالب جانه ! 

جګړه بنده کړه، له انتحاراوځان وژنې سره دتل له پاره خدای پامانی وکړه، ځکه چې دادواړه توکه پرتا تپل شوي اوته یې ددغو ناوړوکړو دعملي کولو له پاره وسیله کړې وې. خو،نوردغه ټکي ته د پای ټکی کیږده… اوس دې له ماتوشویوامریکایانوسره د اوړو پزه پیداکړې ده. دغه چانس په تش غروراوسرټمبګۍ اووژنوله لاسه مه ورکوه، اوس دآزموینې وخت دی ، په دې پوه شه چې تراوسه هم لامعلومه نه ده چې ته به د افغانستان په راتلونکي سناریوکې اصلي لوبغاړې وې که نه ؟ خبره ډیره درنه ده، تاسوخپلوکې یوه خوله ، یولاس اوپه یوه ژمنه نه یاست… په دغه لویه ناپوهي چې ستا په استازیتوب عباس ستانکزی په خپلوغیرمسوولو لاپوشاپو آسمان په توپونوولي، ماته د افغانستان شړي پرتاسوباندې اوږده ښکاري، په دغه باره کې زما مشوره درته داده چې،  

افغانستان هرڅه چې دی اوس دحکومت په نامه یوجوړښت دحکومت لري ، قانون که څه هم  حاکم نه دی شته دی، نړۍ باورپرې کړی، ته دچا ( اشرف غني اوعبدالله ملي ضد توطیواوګوډاګیوکړو) ته مه ګوره ، یوازې دافغانستان اساسي قانون وپیژنه اودهغه مطابق دملت په خاطراودعصردرمزپه خاطرنورپردغه سیند ورګډ شه، خوړلي نه شکر ایستل پریږده، که په تا کې په رښتیاهم څه وي، دلته یې وښیه ،خلک به دې وګوري، نړۍ به دهم وګوري ، که رښتیاهم تا داتوان درلود چې دا وطن اداره کولای شې،دغه وطن ته د ابادۍ اوترقۍ چانس ورکوئ ،ښځې دسنګسار پرځای کاراوزده کړې ته هڅوې، ښوونځي جوړوې اوددغه هیواد دنوي نسل د روزني نیت درسره وي، په روڼ اندي اوتحصیل کړي قشر دکفراوالحاد ټاپه نه وهې نوترتا به بله ملایکه د افغانانو له پاره چیرې وي ؟ څوک به وي چې ستا ملاتړونه کړي ، څوک به وي چې تاته به دسیدجمال الدین، موسي شفیق داود خان، ملاعمر، ډاکترنجیب اوکرزي په سترګو ونه ګوري اوڅوک به وې چې تا د یوه نړیوال زورځواکي په وړاندې د آزادۍ اومقاومت وروستی پاسوال ونه بولي ؟ 

طالب جانه، ملاجانه! 

دا وه دیوه استاد اومعلم هیله چې له تاسره یې یوازې دخدای، وطن،افغانیت اوپښتونولي د ژغورنې په خاطردنړۍ په خورا سختوشرایطوکې چې « هزار زخمونه مې په زړه دي … » شریکه کړه، هیله ده چې لږ وړاندې تاریخ ته وګورې، دخپل تاریخ ویاړنو ته وګورې ، غلجیا ن لودیان دریاد کړه  شیرشاه دریادکړې، میرویس درپه یاد کړه، احمدشاه دې مخې ته ودروه اوپه پرتم یې وویاړه په اصفهاڼ ، ډیلي، مرکزي آسیا، کشمیرکې را ښکیله امپراتوري دریاده کړه … چې ماته ، تاته ، موږ ته تراوسه پورې دیوه ژوندي ملت دهنګامي شور اوشرنګ را کوي. زه تاته ، تاسوته اوټولو هغوی ته چې دا وطن ورباندې ګران دي دهیلي لاس اوږدوم چې څلویښت کاله دلته افغان بربادیږي ، وژل کیږي ، خرڅیږي اواخستل کیږي ، نوره دغه لړۍ پای ته ورسوئ ، لږ را ویښ شئ ، لږ رحم وکړئ اولږ د تاریخي غلو، دلالانو اونړیوالې نشه یي مافیا په وړاندې په یوه ملي هوډ سره یوموټی شئ اودغه هیواد دپردیو باندنیواوننیو معاملو له ښکیل څخه وساتئ اوکه نه دوحشت دغه تورتوپان په داسې بې رحمئ سره را روان دی چې بیابه نه افغان وي ، نه به اسلام وي اونه به افغان او افغانستان وي نورمو خوښه  !؟ 

په جهان کې هرڅوک یوځله په مرګ مري

زه بې مرګ مرم نه یوځل زمان زمان 

 (خوشال بابا)   

یو استاد ـ هند  

 د شل شل کال ۲۳ 

6 thoughts on “طالب ته د یوه استاد وروستی لیک او وروستۍ هیله | ع . رشید”
  1. استاد صاحب زبردسته لكنه دى کېېده الله دى طالبانو ته عقل او همت ورکړى چه ستاسو لېک ته لبک او واى.ده لرى پختونخوا

  2. سلامونه،
    د استاذ پوهاند عبدالخالق رشید ساب د همه جانبه یا هر اړخیز لیک څخه چې حقیقي یا اصلي طالب خان، ملا جان او (زما په آند ې باید آخوندانو او آخوندزادګانو ) او امثالهم ته لیکلی ،هاغه هم له دیار د غربته په هندوستان غوندې مُلک څخه ، د زړه له تل مڼنه،
    خدای وکړي چې په قطر او مطر!! کې خیټور استاځي او دڼنه هیواد کې سلاح پر اوږو د امریکايي قراردادیانو بمونو ته سر په کف نیولي جنګیالي ، توریالي ېې ولولي او قناعت ورکوونکی ځواب ورکولای وسي .
    ان اکرمکم عند الله اتقیاکم .صدق الله العظیم.
    یادونه: که څه هم دونه مهمه نه ده ، د استاذ د لیکنې پای کې نیټه کښې سهوه سوې ده.” د شل شل ۲۳؟” >> زما په فکر به د ۲۰۲۰م کال د اپریل ۱۳ وی؟ . یا به د ۳یمې میاستې دوهمه؟؟. خیر . الله مو مل.

  3. د رشید صاحب احساسات او غوښتنه په حقیقت کی د ټول وولس د احساساتو او غوښتونو هنداره ده
    خو
    ستونزه دا ده چی په چوربازار خصوصاً مُډرن چوربازار کی د چور کړه سوی کس یا کسانو ږغ نه اوریدل کیږی
    د روانو اتیا نوی کلونو په بهیر کی هره سیاسی شاکِله او حاکمیت د اکثریت وولس د غوښتونو او ارمانونو په خلاف رامنځته سوی دی خو د وولس د اعتراض فریاد د چوربازار د لویو مدیرانو لخوا د زړه په غوږونو نه دی اوریدل سوی
    البته
    دا به یو مصنوعی تسکین وی که وویل سی
    موږ خپله ګرم او ملامت یو چی د چوربازار فورمولونه مو منلی دی
    نه بابا
    په موږ په زور او دسیسه او کاذب رضائیت منل سوی او په زور او دسیسه او کاذب رضائیت به ومنل سی

  4. محترم استاد ته سلامونه او د لا نور ښه پندونو په هیله
    د درانده استاد پند می تر ډیره په خوند ووایه مګر په هغه کی ځینی برخو می زړه و درداوه.
    دا چه استاد د ویښ ځلمیانو خبره کړه ده هغه مجبور کړم چه په ډیر ځیر د استاد نظریی ته وګورم. زمونږ هیله ده افغانان داسی ویښ وی چه د اسلام او افغان د دښمنانو له تورو خیالونو باخبر او دهغه په مقابل کی د خپل دین او کلتور په بنسټ ولاړی طرحی ولری. هغه افکار چه د اسلام دښمنانو د ترقی او پیشرفت په نامه د افغانانو په دماغو کی پیچکاریکړی دی د هغوی استعماری پلو و پیژنی او په هغه نور افغانان پوه کړی. که داسی افکار مونږ ووینو نو بیا په ریښتیا هغه ته د پوره ويښ افغان نوم ورکولای شو. مونږ هغه کسان چه کله شرقی او کله غربی افکار راته لیکی او دهغه په ګټه او زیان خبر نوی او بیا ځان د ویښ په نامه یادوی ویده بولو.
    اوس به راسو دی ته چه د استاد ځینی پکی زمونږ خوښ نسول: مونږ نجیب د افغانستان د تاریخی شخصیتونو د لیست نه باسو. هغه کمونست و او د خاد مشر. هغه مسلمان افغانان وژلی او د شوروی قواوو مدافع وو. داسی کس چه خپل وطن په اسلام دښمنه دولت خرڅ کړی وی او د هغه دولت په کټه د پاکستان دښمن وی مونږ یی د افغانانو دښمن بولو او د هغه په مرګ نه بلکه د هغو په مرګ چه نجیب وژلی وو خپه کیږو.
    آستاد د یولسمی او دوولسمی پیړی خبره کړی چه په مونږ بده ولګیدله. دا خبره د اروپایی مستشرقینو ده چه غواړی مسلمانان له خپله دینه واړه وی. ویښ خلک باید د مستشرقینو افکار په ځل ځل ووایی تر څو د هغوی غلطی و میندی. هغوی دا خبره ځکه کوی چه د صلیبی جنګونو په وخت دوی د اسلام د تمدن پیشرفت هک پک حیران کړی وو او لدی وروسته یی څه په غلا او څه بر ملا له اسلام زده کړل. دا چه دوی د يولسمی او دولسمی پیړی خبری کوی نو دا په دی چه ګواکی مسلمانو له هغه وروسته څه ندی لیکلی او په دی ډول غواړی مسلمان و غلوی جه د غربی افکارو تر تاثیر لاندی راشی. مګر دا اشتباه ده څکه مسلمانانو په هره پیړی کی د زمانی د اړتیا په اساس احکام لیکلی او اوس ډیره کړندی شوی ده. پدی توکه اول دوی اسلام له خلکو پټوی، دا په دی معنی چه
    هغه لایتغیر اصول لری او هم د زمان له بدلیدو سره متغیر احکام. دا متغیر احکام د غربی کلچر په اساس نه بلکه د اسلام د دین په اساس او روحیه ولاړ دی. دوهم داسی افکار نشروی چه د هغوی په مرسته مسلمانان له خپل دین نه لری او د غرب په تقلید پیل وکړی. مونږ د استاد مجمل نظر دی ته متوجه کړو چه شاید هغوی صرف د مستشرقینو نظر ویلی دی. مونږ دا ځکه وایو چه دده له لیکنی دا ښکاری چه طالبانو باید د غربی افکارو په متابعت خپل حکومت چلولی وای . دوی ویلی چه طالبانو د نړیوالو د بشری قوانینو ضد احکام چالان کړل. یو ویښ افغان باید داسی خبره نوای کړی. د یوه ویښ افغان مسئولیت دادی چه خپل دین پّه کلکه زده کړی او د نړی د بشری قوانینو د تضاد او اتحاد ځایونه و پیژنی او بیا د هغی به مخی یو قضاوت وکړی. د نړی قوانین په فردی مفکوره ولاړ دی او د ګډوډی سیستم راوړی مکر اسلام اکثرا د جامعی د سلامتیا په لحاظ ځینی فردی افکار ردوی. که چیری استاد بیا هم غواړی چه نړیوال قوانین په افغانستان کی عملی شی نو دا بیا د اسلام له چوکاټه وزی.
    دا چه طالبان بی تجربی ول سمه خبره ده. خو بیا هم دا باید وویل شی چه اسلام دښمنه دولتونه نه غواړی اسلامی نظام په ځای پاته شی. مونږ باید له ایران څخه خبر شو. مونږ دا هم باید ومنو افغان مخربین په دی کی زیات ملامت دی. مونږ باید د ماتشوی ملت څیره ونلرو. تاسو خبر یاشت چه ماتسوی نهضتونه لا تراوسه د غربیانو په چوپړ کی اخته دی. دا چه تاسو د ماکیوالی د کتاب خبره کړی، نو مونږ باید وپوهیږو جهانی استعمار په هیڅ نظام عقیده نلری مګر د هغوی لپاره کار کول. تاسو د برازیل او چیلی اوضاع وګوری او بیا یی د مصر او د عربو نورو وینوخوړونکوسره په تله کړی. دا چه طالبان باید یو عادل نظام راوړی ښه خبره ده خو نه په غربی اصولو.
    ويش ځلمیان باید له ایرانه څه زده کړی. ولی ایران څلویښت کاله د امریکا له ظلمه سره مقاومت وکړ؟ هلته ویښ ایرانیانو د ملت ګټه په خپل فکری تعصب جګه بللی ده او د فکری اختلاف سره سره یی د اسلامی نظام په چوکات کی خپل ملت ته چوپړ وهلی او وهی.
    هیله ده استاد زما په نظر خپه نشی. هیله ده د طالبانو لپاره ځینی نور عملی اسلامی او ملی پندونه ولیکی

  5. ګران ثابت صاحب سلام ،
    کورمو آباد زه فکرکوم ډیرزیات فکري تفاوت نه لرو، ما خپل مادلونه درته وړاندې کړي، چې هغه سید جمال الدین او موسی شفیق دي ، داسلامي نړۍ له نامتوپوه اومفکر علی میا (حسن ) سره مې په لکنهوکې مرکه درلوده ، هغه له موسی شفیق سره په یوه وخت کې په الازهر کې درس وایه، دهغه خبره ده چې په اسلامي امت کې د شفیق په انډول پوه اسلامي عالم ما تراوسه نه و لیدلی … دداسې لوی عالم له خوا چې آثاریې همدااوس په سعودی اومصري اسلامي پوهنتونوکې تدریس کیږي داخبره عادی خبره نه ده . په څلویښتموکالونو کې دافغانستان اساسي قانون دهمدغه شفیق په استشاره بشپړشوي دی ..
    زه بیاهم ستا له څرګندونو منندوی یم ، یوازې دومره وایم چې : فاجعه اوس هم نه یوازې زموږ په وړاندې بلکه دټولې اسلامی نړۍ په وړاندې ډیره لویه اوپراخه ده ، ځکه نوموږ اوهرڅوک له موږ سره دي باید له فاجعی ځان او باور بچ کړو، نه داچې دفاجعي ځواب په فاجعه ووایو.
    درناوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *