تاند- د شفافیت نړیوالې ادارې په یوه تازه سروې کې، چې نن /سې شنبه/ یې خپره کړې ده، سومالیا، شمالي کوریا او افغانستان په ترتیب په نړۍ کې تر ټولو زیات په فساد ککړ هیوادونه بلل شوي خو ډنمارک او نیوزیلنډ له فساده تقریباً کاملاً پاک هیوادونه ګڼل شوي دي.

د شفافیت د نړیوالې ادارې په سروې کې ویل شوي چې فساد تر ټولو د ټولنو بېوزلي خلک زیات کړوي.

د شفافیت د نړیوالې ادارې، چې په ۱۷۷ هیوادونو کې یې د فساد په اړه له زرګونو کسانو څخه د مرکو له لارې سروې کړې، پاکستان هم د نړۍ په ډېرو فاسدو هیوادونو کې شمېرلی. د دې ادارې په لیست کې پاکستان ۱۲۷ نمبر هیواد راغلی خو تر هند په نړۍ کې ۹۴ هیوادونه ښه بلل شوي دي. هند تر تېر کال یوه نومره ښه شوی. تېر کال د شفافیت د نړیوالې ادارې په لیست کې هند پنځه نوي یم ځای درلود.

د شفافیت د نړیوالې ادارې په خپل تېر راپور کې، چې د سږ کال په جولای میاشت کې یې خپور کړی و، د افغانستان عدلي او قضايي اورګانونه په فساد تر ټولو زیات ککړ بللي وو. په راپور کې ویل شوي و چې ۶۰ پوښتل شویو کسانو ورته ویلي چې قضا په اداري فساد کې ښکېله ده او په سلو کې ۶۵ کسانو ویلي و چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې یو ځل په محکمو او نورو قضايي ادارو کې رشوت ورکړی دی.

خو د افغانستان سترې محکمې د شفافیت د نړیوالې ادارې راپور رد کړ.

د شفافیت نړیوالې ادارې په خپل راپور کې ویلي چې فساد د لیبیا او سوریې په شان هیوادونو کې، چې د جګړې او ناامنۍ لمنه پکې خپره شوې، تر تېرو کلونو فساد زیات شوی دی.

د شفافیت نړیواله اداره هر کال د نظر پوښتنې له لارې په بېلا بېلو هېوادونو کې د اداري فساد په اړه راپور خپروي.

د دې ادارې مرکز د جرمني په پلازمېنه برلین کې دی.

7 thoughts on “سومالیا، شمالي کوریا او افغانستان بیا لومړي مقامونه وګټل”
  1. سلامونه
    شاید تر ډیره حده راپور صحی نه وی ځکه هغه هیوادونه چی په کشته قطار کی ذکر شوی هغه د سترو قدرتونه دخوشی هیوادونه نه دی

    1. This report is wrong because why they didn’t published the report for last 12 years . We say form 2001 to 2013 there was corruption .

  2. زما په اند راپور به بلکل واقیعت ولری بل به هیڅ داسی هیواد نه وی موجود چی ۹۹٪ د مسلمانیدو دعوا ولری او ۹۹ فیصده یی په فساد کی غرق د ریئس جمهور نه نیولی محکمه قاضیان ملایان او هر چاته چی موقع په لاس ورشی فساد کوی

  3. Corruption always starts from top. Mr. Karzai received briefcases full of dollars,bribe money, from Iran and his office has been receiving cash dollars from US. This is the root cause of corruption.
    it is not for away that the corrupt government officials, including the president, will be brought to justice by the people of Afghanistan.

  4. دا راپور زه سل په سل کی تاییده وم
    داسیاسی موضوع نه ده افغانستان خو موژ تاسو هم وینو. داسی پروزی اجرا سوی چی په عمل کی شی نسته نه یواجی په قضایی اوعدلی مراکزو کی په ملکی اونظامی کی خصوص په پولیسو کی فساد سته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *