تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۸مه: ناټو وايي، له افغان ځواکونو او د حکومت له بنسټونو څخه به د کورونا پر مبارزه کې کلک ملاتړ وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، کله چې ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي نو باید چې د کورونا وبا په پام کې ونیسي او له همدې کبله دغه سازمان په افغانستان کې د کورونا د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولي دي.

 نوموړی وايي، ناټو ځواکونو تازه په نورستان ولایت کې پولیسو ته د کورونا د مخنیوي وسایل او تجهیزات ویشلي دي.

 ښاغلی سټولټنبرګ له خبریالانو سره په یو ویډیويي کنفرانس کې ویلي، له افغانستان څخه یې خپل هغه سرتېري عاجل ایستلي او قرنطین کړي دي چې د کورونا پېښې په کې مثبتې تشخیص شوې وې: (( هر هغه سرتیری مو چې افغانستان ته ځي قرنطین کوو یې او افغا ځواکونو ته به هم د کورونا د مخنیوي تجهیزات رسوو.))

  د سټولټنبرګ په خبره افغان ځواکونو ته دغه سازمان په مشورو ورکولو پیل کړی دی چې څرنګه له دغې وبا سره وجنګېږي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *