تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۸ مه: کابل ښار او ولسوالیو د ملکي خدمتونو ادارو کارکوونکو رخصتي د نورو درې اوونیو (وری ۳۰ د غويي ۲۰) پورې تمدید شوه.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون لخوا تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پرېکړه د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي او د کابینې د پرېکړې له مخې شوې ده .
په دې پریکړه کې راغلي چې د دولتي ادارو او وزارتونو رهبري او عمومي رییسان، د اړینو خدمتونو وړاندې کولو لپاره مکلف دي چې هره ورځ په خپلو کار ځایونو کې حاضر وي او همداراز د وزارتونو او ادارو هغه شمېر کارکوونکي چې دندې یې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړینې تشخیص کېږي، هم مکلف دي چې د اړوند ادارې د لارښوونې له مخې، دندو ته حاضر شي.
په خبرپاڼه کې د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته خبرداری ورکول شوی چې ولایتونو ته له غیر ضروري او غیر رسمي سفرونو ډه ډه وکړي: (( همداراز هغه امیندواره میندې چې په مرکز او ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت اړوندو کې کار کوي، د کوید ۱۹ ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه، په ټول هېواد کې د درې اوونیو لپاره یې رخصتي تمدید کېږي.))
خبرپاڼه کاږي، د عامې روغتیا وزارت پرته، په (مرکز او ولایتونو ) کې په خصوصي وړکتونونو کې د شاملو ماشومانو لرونکو، اناث کارکوونکو رخصتي هم د درې اوونیو لپاره تمدید شوې ده خو هغه کار کوونکي چې د دغې کړنلارې مندرج رخصتۍ څخه کار اخلي، د ټولو حقوقو او امتیازاتو مستحق بلل شوي دي او وایي چې دغه رخصتي، د ملکي خدمتونو کارکوونکو په کلنۍ رخصتي کې نه حسابېږي.