د برتانیا په کامبریج پوهنتون کې د دوکتورا افغان محصله رابعه نسیمي وايي؛ که په افغانستان کې د کورونا ویروس د ناروغانو د شمېرو زیاتیدل همداسې دوام ومومي، نو افغانستان هومره ظرفیت نلري چې بحران دې مدیریت کړی شي او د لویدیځو یا ان ګاونډیو هېوادونو لکه (ایران، پاکستان او هند) په شان دې د امکان تر بریده د خلکو ژوند وژغوري.

نوموړې وايي چې ان په نورمال حالت کې هم افغانستان نشي کولی خپلو ناروغو هېوادوالو ته سمه رسیدګي وګړي، چې په پایله کې په سلګونه ناروغان پاکستان او نورو ملکونو ته د درملنې لپاره سفرونه کوي.

نوموړې په افغان حکومت او نورو نادولتی موسسو باندې غږ کوي چې په خپلو پروګرامونو کې له کویډـ ۱۹ ویروس سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي؛ ترڅو ددغه وژونکی ویروس بحران تر یوه حده کابو کړل شي.

آغلې رابعه دغه راز دافغانستان له خلکو هم غواړي چې د ځانونو د خوندیتاب لپاره جدي تدابیر ونیسي او د ډاکترانو سپارښتنې جدي عملي کړي.

One thought on “د کورونا د دوام په صورت کې به افغانستان له ستر ناورین سره مخ شي”
  1. دا ښه خبره ده چې خلک باید احتياط وکړي او صحي مشورې عملي کړي خو پدې وبا کې غربي هیوادو هم څه توره نده کړي . انګلند کې چېرته چې دوی اوسېږي هم کوید نولس ‌‌‌‌‌‌ډېر خلک وژلي او وژني یې.
    که داسې حالت چې ایتالیا، هسپانیا یا انګلند کې روان ده افغانستان کې وی د افغانانو خولې به له انتقاده او کنځاو شکېدلې وې. خو دا خلک سره لدې چې ټول عمر د خپل درامد سمه نیمه برخه دولت ته ورکوي بیا هم څه نه وايي. مشکل درکوي او ټول کوشش کوي چې لدې حالته ووځي. زموږ خو خولې په انتقادو وشکېدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *