تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۸ مه: وسله والو طالبانو نن پنجشنبه د لغمان لیشنګ او علینګار ولسوالیو کې شل تنه نور افغان بندیان هم خوشي کړي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تاند ته له استولیو انځورونو سره ویلي، ۲۰ واړه بندیان عسکر وو او له جملې یې ۱۵ کسان په علیشنګ او پنځه تنه نور په علینګار ولسوالۍ کې خوشې شوي دي.
ځایي حکومتي سرچینو هم د دې کسانو خوشي کېدل منلي خو وایي، وروسته به معلومه شي چې دا امنیتي کسان دي که بل څوک دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی تاند ته وایي، ولایتي ادره به دا معلوموي چې ایا دا کسان حکومتي بندیان دي که نه.
طالبانو څو ورځې وړاندې په کندهار ولایت کې هم شل تنه بندیان خوشي کړي وو او ویلي وو چې هغه کسان هم د افغان پوځ سرتېروي وو.
خو د کندهار د امنیې قومندان تادین خان وروسته د طالبانو دا ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو، خوشي شوي ټول کسان ملکیان دي او د افغان پوځ سرتېري پکې نشته.
له دې وروسته د افغانستان ملي امنیت شورا له بګرام څخه د طالبانو د خوشې کولو لړۍ ودروله او ویې ویل چې تر څو طالبان ځینې شکونه ځواب نکړي دوی یې نور بندیان نه خوشې کوي.
افغان حکومت تر اوسه ۳۶۱ طالبان خوشې کړي دي.