تاند، جمعه، د حمل ۲۹ مه: د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرسو ۴۵ ناروغان جوړ شوي خو ۶۶ تنه نور یې په ټول هېواد کې دغه وایرس نیولي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار تاند ته وایي، تازه ۶۶ مثبتو پیښو سره د کورونا ناروغانو مجموعي شمېر په هیواد کې ۹۰۶ تنو ته لوړ شوی دی.
نوموړی وایي، د تازه پېښو له جملې ۲۶ په کابل، کندهار کې ۱۵، بلخ کې ۶، کندوز کې ۵، هرات کې ۵ ، هلمند کې ۴، لغمان کې ۳، ننگرهار کې ۱ او کونړ کې هم یوه پیښه ثبت شوې ده.
همداراز د مایار په خبره تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا کوم افغان نه دی وژلی او د مړو شمېر یې هماغه ۳۰ تنه دی خو تېره ورځ ټول هیواد کې د کورونا ۴۵ ناروغان جوړ او کورونو ته رخصت شوي چې مجموعي شمېر یې ۹۹ تنو ته رسېدلی دی.