تاند، جمعه، د حمل ۲۹مه: په شمال کې د افغان ځواکونو مسوولان وايي، جوزجان کې يې د قرقین ولسوالۍ کلیفت بندر له طالبانو څخه دوه نیم کاله پس بیرته ونیو.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند حنیف رضايي تاند ته په یو استولي پیغام کې ویلي، دغه بندر دوه نیم کاله وړاندې طالبانو نیولی و خو تېره ورځ افغان ځواکونو مازیګر مهال طالبان بیرته له دغه بندر څخه شاته تمبولي دي.

نوموړی وايي، طالبانو غوښتل د کلیفت د بندر ساحه پر دولتي ځواکونو د بریدونو لپاره وکاروي، خو افغن ځواکونو د فعال دفاعي حالت له مخې طالبان له دغې سیمې شاته کړي دي.

کلیفت بندر د قرقین ولسوالۍ له مرکز څخه ۲۰ کیلو متره لرې ترکمنستان سره په پوله پروت دی چې د افغانستان پخوانۍ بندرګاه باندې مشهور ځای دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *