تاند، جمعه، د حمل۲۹مه: د حمل تاند ته داسې معلومات رسېدلي دي چې په عامې روغتیا وزارت کې د وروستیو منفکیو له امله وزیر فېروز الدین فېروز له ولسمشر غني څخه لږ تر لږه د یوې مسلکي معینې په لرې کولو خفه دی.
د راپور له مخې وزیر ولسمشرۍ ماڼۍ ته ګیله کړې چې په وروستیو حساسو شرایطو کې دا ډول بې مشورې منفکۍ د کورونا بحران لا جدي کولی شي.
د عامې روغتیا وزارت یوه باوري سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي، په لرې شویو معینانو کې د پوهاند صدیق الله رښتین لمسۍ او د پوهاند زېورالدین زېور لور ماموسۍ زېور چې د دغه وزارت په مالي سیسټم کې یې د مافیاوي کړیو مخه نیولې وه هم شامله ده اوپر ځای یې امرالله صالح د هرات د روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا غوښتل چې مالي معین یې وټاکي خو وزیر فېروز الدین فېروز چې د عبدالله کس دی له دغې پرې کړې سره یې مخالفت کړی خو وروسته چې ولسمشر د قدم شاه شهیم خپلوان شفیق الله شهیم دغه پوسټ ته معرفي کړی نو وزیر فېروز شکایت کړی دی چې له ده سره په دې حساسو شرایطو کې په دې اړه کومه مشوره ولې نه ده شوې.
سرچینه وايي، د روغتیا وزیر وروستیو منفکیو مایوسه کړی دی او له دې وروسته یې په مالي معینیت کې د بودیجې د مصرف د شفافیت په اړه خپله اندېښنه ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسولې ده او ورته یې ویلي دي چې ښاغلی شهیم تخنیکي کس نه دی بلکې مؤسسساتو کې د کار سابقه یې هم د دغه لوی بست په لاس کې اخیستل نه ایجابوي او دی یې له کارونو هم راضي نه دی، په داسې حال کې چې د دوه دوکتوراو درلودونکې ماموسۍ زېور له وزارت سره په اصلاحاتو، قاطع همکارۍ او مالي مدیریت کې خاص مقام او ځای پیدا کړی و.
دغو منفکیو د ولسمشر غني هغه ژمنې له سوال سره مخ کړې دي چې ویلي یې وو معینان به یې تخنیکي کارونه کوي او پوسټونه به یې سیاسي نه وي، خو وزیران به یې سیاسي مقرریو کې راځي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت لخوا خلیل اندرابي چې لویه څارنوالي یې په فساد او ۲۴ میلیونه افغانیو په اختلاس کې تورن بولي، د غزني امنیه قومندان ټاکلی دی.
ښاغلی اندرابي څو کاله وړاندې په خپل موټر کې د طالب قومندانانو د انتقال په جرم لاس په لاس ونیول شو، چې د ګمارل کېدو په اړه یې پر حکومت نیوکې زیاتې شوې دي.