اجمل درمان

آيا په روحي فشار اخته یاست؟

د درملنې لپاره يې دغه پنځه ټکي په ځان پلي کړئ

  1. په آرام ماحول کې د لاندې لومړي تصوير په شکل د پنځه دقيقو لپاره کينئ، هر ډول منفي فکر پريږدئ، سترګې پټې کړئ او ژوره ساه واخلئ.

 

  1. وخاندئ، روحي فشار داسې ناروغي ده چې پرې اخته شخص په سترو خوشاليو کې هم خندا ته نه پريږدي، نو له روحي فشار سره د مقابلې لپاره بايد په خپله خپل ځان وخندوئ، که خندا نه درځي، کاميډي فلم وګورئ، ټوکې ولولئ يا طنز واورئ.
  2. په خپله مو خپل ځان ته اهميت ورکړئ، په روحي فشار اخته کسان د کمۍ احساس کوي او يواځيتوب خوښوي، هڅه وکړئ خپل ځان په خپله تشويق کړئ او له باوري ملګرو سره په چکر ولاړ شئ.
  3. اعتياد پريږدئ، له سګريټو، نصوارو، چرسو، الکولي مشروباتو او قهوې څخه ځان وساتئ، او په خوړو کې مو ګازرې، مالټې، هګۍ، ماهي غوښه او مڼې شامل کړئ.
  4. سپورت وکړئ، که څه هم روحي فشار د زړه زور ختموي او پرې اخته کسان لټ او ټمبل کيږي خو سپورت کول ورسره داسې مبارزه کوي لکه د روحي فشار ضد درمل.
  5. باغواني وکړئ، په کور، دفتر يا د اوسيدو ځای کې مو نباتات وکرئ، مهمه نه ده چې بايد ګلان وکرئ، هر نبات چې وي فقط ځان مو ورسره بوخت کړئ او پرينږدئ چې ذهن کې مو منفي فکرونه ځای ونيسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *