تاند(شنبه، د حمل ۳۰) سي این این وايي، یوه درمل چې (remdesivir) نومېږي او په تجربوي ډول د کورونا ناروغانو ته ورکړل شوی، ښه نتیجه ورکړې او له کبله یې ګڼ ناروغان له روغتون څخه رخصت شوي دي.

سي این این د (STAT News) هغه ویدیو خپره کړې چې د پنجشنبې په ورځ یې په دې درملو د ښه شویو ناروغانو د رخصتېدو په اړه اخیستې وه.

هغو کسانو ته چې دا درمل په تجربوي ډول ورکړل شوي وو، شدیده تبه او تنفسي ستونزه لرله خو درملو له ورکولو وروسته د دې جوګه شول چې تر یوه اوونۍ په لږه موده کې له روغتونه ووځي.

د کورونا وایرس د ناروغۍ تر ټولو شدید حالت دا دی چې ناروغ ته تنفسي ستونزه پیدا شي.

سره له دې چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې یو شمېر کسان په درمل ښه شوي لا هم د روغتیا نړیوالې ادارې اعلان نه دی کړی چې د دې ناروغۍ درملنه موندل شوې ده.

په امریکا کې د دغه درمل د اغېزمنیا له ثابتېدو وروسته په دغه هیواد کې د ونډو ارزښت لوړ شو ځکه چې د کورونا درملنې ته خوشبیني زیاته شوه.

د امریکا په شیکاګو کې ډاکتران وايي «زموږ اکثره ناروغان د کورونا شدید ډول لري او اکثره یې (د دې درملو د استعمال له کبله) په ۶ ورځو کې له روغتون څخه رخصت کېږي، نو د دې معنا دا ده چې د ناروغۍ موده خامخا ۱۰ ورځې نه ده.»

په همدې حال کې د جرمني د روغتیا وزیر د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې کورونا وایرس یې کنټرول کړی دی.

ینس سبان په یوه خبري غونډه کې وویل، د کورونا وایرس د نویو پېښو په شمېر کې خورا کموالی راغلی او نور د دې وایرس د خپرېدا مخه نیول شوې ده.

د افغانستان په وخت د تېرې شپې تر ۱۲ بجو پورې په نړۍ کې ټولټال۲ ملیونه دوه لکه ۲۷ زره ۴۶۶ تنه په کورونا اخته پېژندل شوي وو او په دې ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر یولکو ۵۰ زره ۹۷۸ تنه وو.

تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې په کورونا وایرس اخته دي چې د تېرې شپې تر ۱۲ بجو پورې یې شمېر نژدې ۷ لکو ته رسېده، تر ټولو ډېر کسان هم په امریکا کې د کورونا وایرس له کبله مړه شوي چې شمېر یې نژدې ۳۷ زرو ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *