تاند، شنبه، د حمل ۳۰مه: هند له کورونا سره د مبارزې لپاره افغانستان ته د ژمنې په اساس ۵۰۰ زره هایدروکسي کلوروکوین او سل زره پاراسټامول دانې ټابلیټ راواستول.
دغه درمل چې د تبې او ملاریا لپاره کارېږي، خو اوس د کورونا لپاره هم توصیه شوي دي، د اریانا هوايي شرکت له لارې کابل ته راورسېدل، چې افغان حکومت یې له هند څخه مننه کړې ده.
په هند کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر وايي، هند د دغو درملو تر څنګ په دغه سخت وخت کې ۵۰۰۰ ټنه غنم هم د چابهار له لارې افغانستان ته استولي دي.
هندوستان د هایدروکسي کلورکوین درمل نه یوازې افغانستان بلکې ۱۲ نورو هیوادونو ته هم استوي او ویل کېږي چې په ټوله کې ۲۵ هیوادونو ترې دا درمل غوښتي دي.