هلمند کې د غنمو کروندې ناروغيو وهلي دي

تاند، شنبه، د حمل ۳۰مه: د کرنې وزارت وايي، سږ کال به په افغانستان کې ۵ میلیونه او ۱۰۰ زره ټنه غنم وشي، حال دا چې افغانستان په کلني ډول ۶ میلیونه او ۵۰۰ زره ټنه غنمو ته اړتیا لري.

د دغې وړاندوینې له مخې افغانستان روان کال کې یو نیم میلیون ټنه غنمو ته اړ دی چې له نورې نړۍ یې وارد کړي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي په دې اړه تاند ته وايي، تر ټولو زیات غنم به سږ کال په جنوبي ولایتونو په ځانګړي ډول هلمند کې تولید شي.

نوموړی وايي، دا مهال د افغانستان په ذخایرو کې ۲۴ زره ټنه غنم خوندي دي او له هند څخه به هم ۷۵ زره ټنه غنم راولېږدوي.
دا په داسې حال کې ده چې هند څو ورځې وړاندې د چابهار پر لار افغانستان ته ۵۰۲۲ ټنه غنم رالېږلي دي.

په دغه هیواد سربېره منځنۍ اسیا هیوادونه هم د افغانستان د غنمو د اړیتا مهم مرستندوی او سوداګریز ملاتړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *