د پنجشنبې ورځ وه، باید کور ته تللی وی، په همدې موخه له دفتره لږ څه وختي را ووتم، د موټرو تمځای ته نیږدې شوم؛ خدای تعالی دې وکړي چې ریا کاره او بد ښکاره نه شم لس افغانۍ مې یوې غریبې ګدایګرې مور ته ورکړې، ملګري له لرې په خندا کې وویل: وېښتان دې څومره ښکلي ښکاري، جېب ته یې لاس کړ، او خپل ګرځنده تلیفون یې راوه ېست، د بازار منځ کې په داسې حال چې څو کسانو زموږ ننداره کوله سلفي انځور مو واخیست، له یو څو خوږو خبرو وروسته مو له یو بل سره مخه ښه وکړه.
درانی دشت ټوپ دوه نفره!!!
طلایي رنګه وېښتانو لرونکي ډرېور همداسې چیغې او نعرې وهلې، پرته له دې چې څه ورته ووایم، سراچه ډوله موټر ته پورته شوم، له یو څه ځنډ وروسته موټر حرکت وکړ، لږ چې لرې شو، د سړک پر غاړه دوه کسه ( خاوند او مېرمن ) ولاړ ؤ؛ موټر د سړک پر غاړه په دې موخه ودرېد چې یاده سپرلۍ راپورته کړي، دا چې په موټر کې خالي ځای نه ؤ، نو خاوند خپلې مېرمنې ته په ډاله کې د کېناستو په موخه وویل؛ چې که زړه یې نه وي بل موټر کې به ولاړ شي، ډرېور چې د خاوند او مېرمنې دا صحنه د څنګ په شیشه کې کته؛ له غوسې او مسخرې سره یې وویل: (( یو دوه لغتې یې ووهه او ډالې ته یې پورته کړه)) په موټر کې ناستو خلکو په کړس کړس وخندل او موټر پرته له دې چې خاوند او مېرمن پورته کړي حرکت یې وکړ؛ ستر خدای تعالی حاضر ګڼم! دومره هیجاني او غوسه شوم، چې په سترګو مې جال راغی، ډرېور ټولو سپرلیو ته په جلا جلا د موټر د منځ شیشې په وسیله کتل پیل کړل، په ما یې سترګې ولږېدې په ځای د دې چې نه مې خندل، د خپلو عینکو لاندې مې په غرور ورته وکتل؛ نور زه او دی سره پوه شوو.
قریب لس دقیقې مو مزل وکړ، ډرېور د موټر د منځ په آینه کې راته په موسکۍ څېره وکتل او ویې ویل: تا ته یې لکه چې خوند در نه کړ! ترخه خندا مې وکړه، نور همداسې چوپ شوم.
سیمې ته په رسېدو مې وویل: استاد!
دې ګوښې ته کوزېږم!
جېب ته مې لاس کړ، کرایه مې ورکړه، راته یې وویل: چې خپه شوی نه یې؛ هسې هغه سړی ډېر بېغیرته ؤ!!!
هغه سړی چې هر ډول ؤ، وه به؛ خو استاده! که چېرې ستا مېرمن کوم چېرته ورته کار وکړل، بیا یې یو دوه لغتې د خلکو په مخ کې ووهه او د یوه موټر ډالې ته یې پورته کړه.
مخته دې ښه شه غیرتي!
همداسې غوسه غوسه یې راته کتل او ترې روان شوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *